سرپل-کلات (پژواک ١٦ تله ٩٣): د زابل او سرپل ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې درې وسله وال او يو پوليس وژل شوي دي.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د تلې په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په نوبهار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ د بابو په سيمه کې په ترسره شوو عملياتو کې دوه وسله وال او يو پوليس وژل شوي دي.
دى وايي چې له وسله والو مخالفينو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېر مازديګر د زابل د شينکۍ ولسوالۍ په اړوند سيمو کې پر پوليسو بريد کړی او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده خو د زابل د امنيت امر د طالبانو دغه ادعا رد کړه.
د يو بل خبر له مخې، په سرپل ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې دريو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار عنايت الله خان پژواک ته وويل چې پرون مازديګر په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو پوليسو ته کمين نيولى و، چې په ترڅ کې يې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
دى وايي چې په دې نښته کې يو وسله وال وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل چې پوليسو تېره شپه په سرپل ښار کې دوه نامسوول وسله وال هم نيولي دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP