ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ولايت په عوايدو کې ډېروالی راغلی

د هلمند ولايت په عوايدو کې ډېروالی راغلی

author avatar
8 Oct 2014 - 14:50
د هلمند ولايت په عوايدو کې ډېروالی راغلی
author avatar
8 Oct 2014 - 14:50

لښکرګاه (پژواک ١٦ تله ۹۳): د هلمند ولايت د مستوفيت چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله يې د عوايدو په کچه کې ډېروالى راغلى دى.

عبدالرشيد ستانکزي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د ماليې وزارت له لوري د ٥٧٠ ميليونه افغانيو هدف ورکړل شوى و، خو دوى په اوو مياشتو کې ٣٢٩ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال په پرتله ٣ميليونه څلورسوه زره زياتوالى ښيي.

نوموړي وويل، د دغو عوايد ډېر کچه له شرکتونو، هټيو، ترانسپورت او نور ادارو ترلاسه شوي دي.

ستانکزي د کال تر پايه د عوايدو د ممکنه ډېرېدونکې کچې سلنه ونه ښوده خو يادونه يې وکړه چې روان کال به يې د عوايدو کچه نور هم ډېره شي.

بلخوا د هلمند د ولايتي شور ا منشي عطاالله افغان پژواک ته وويل که څه هم ټاکنيزو ناندريو پر عوايدو بده اغېزه کړې وه خو بيا هم د دغه ولايت د عوايدو کچه ډېره ده.

افغان يادونه وکړه که د دغه ولايت کرنيزو سکټور ته پاملرنه وشي ښايي د عوايدو کچه تر دې هم ډېره شي.

د هلمند ولايت يوه سوداګر ګلا جان پژواک اژانس ته وويل چې د ماليې په ټولېدو کې ستونزې شته چې بايد پاملرنه ورته وشي.

ده وويل: ((په ځينو مواردو کې له يو شمېر پانګوالو سره جوړ جاړی کېږي او کمه ماليه ترې اخيستل کېږي.))

ده زياته کړه چې د ماليې ټولولو لپاره دې منظم پلان جوړ شي او په وينا يې حتا حکومت بايد له ځمکوالو او کرونګرو څخه هم ماليه واخلي.

خو بلخوا د هلمند ولايت مستوفي بيا دا ادعا ردوي چې ګنې د عوايدو په راټولولو کې درغلۍ کېږي او يا يې هم چارې غيرې منظمې دي.

د کورنيو عوايد د لوړېدو په کچه کې زياتوالى د نوي حکومت له مهمو کارونو بلل کېږي.

د افغانستان د کلنۍ بوديجې ډېره برخه نړيوالې مرستې جوړوي خو نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ويلي وو چې د کورنيو عوايدو د لوړولو هڅې به وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.