کابل (پژواک ١٧ تله ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزى وايي، د ده تر ټولو مهم کار په هېواد کې د امن او ثبات ټينګښت دى، ځکه له امنيت پرته اقتصادي پرمختګ ناشونى دى.
نوموړي دغه څرګندونې نن (د تلې ١٧مه) په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له شارزدافير ميکن لي او د ناټو ځواکونو له لوى قوماندان جنرال جان ايف کيمبل سره په ارګ کې د کتنې په ترڅ کې کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د افغانستان او امريکا ترمنځ په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو د پراختيا، د هېواد د اوسني امنيتي حالت او د افغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ د رامنځته کېدو په اړه خبرې وشوې.
سرچينه کاږي، ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په هېواد کې د امنيتي حالت پر ښه والي د ټينګار په ترڅ کې وويل: “له امنيت پرته اقتصادي پرمختګ ناشونى دى؛ له همدې امله زموږ تر ټولو مهم کار په هېواد کې د امن او ثبات ټينګښت دى.”
ولسمشر له افغان ځواکونو سره د ناټو ځواکونو همغږي په امنيتي چارو کې د ښه والي په رامنځته کولو کې اغېزمنه بللې او پر هغې يې ټينګار کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP