کابل (پژواک ١٧ تله ٩٣): په بلخ پوهنتون کې د عامه پاليسۍ او ادارې د پوهنځي له پاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
له افغانستان سره د المان همکارۍ د دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، پر يادې ودانۍ، چې د ١٤ مياشتو په اوږدو کې جوړه شوې، ٢٢٤ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د المان د حکومت له خوا ورکړل شوى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، له دغې نوې ودانۍ څخه به د محصلانو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ګټه واخیستل شي.
نن (د تلې ١٧مه) د يادې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال ويلي، د بلخ پوهنتون د عامه پالیسۍ او ادارې پوهنځي دغه نوې ودانۍ د المان او افغانستان ترمنځ د اوږدو اکاډمیکو همکاریو یوه بله نښانه ده.
هغه زياته کړې، له نوموړي پوهنځي څخه فارغ ځوانان به د افغانستان د اتباعو لپاره عامه اداره اغېزمنه کړي او اداري خدمتونه به مسلکي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP