دويم تعقيب-لښکرګاه (پژواک ۱۷ تله ۹۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د شوي ځانمرګي بريد له امله د وژل شوو شمېر اتو او د ټپيانو ١٨ تنو ته لوړ شو.
دغه بريد تېره ورځ نږدې ١١بجې د لښکرګاه ښار اړوند د نواز ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان عبدالله خان د کور مخې ته وشو.
هغه مهال چارواکو ويلي وو چې په ياده پېښه کې د څلورو پوليسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او د قوماندان عبدالله په ګډون ١٩ نور ټپيان دي.
خو د هلمندد امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټپيانو له ډلې درېيو کسانو د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده.
ده وويل: ((د وژل شوو شمېر اتو تنو ته لوړ شوى، څلور پوليس او د يوې ماشومې په ګډون څلور ملکي کسان دي.))
هغه زياته کړه، دغه راز ۱۸ کسه ټپيان دي چې نهه يې پوليس او د دوو ماشومانو په ګډون نهه نور ملکي وګړي دي.
د عبيد په خبره، د قوماندان عبدالله خان په ګډون د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
بلخوا قوماندان عبدالله خان د بُست په روغتون کې له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
نوموړي دغه بريد د طالبانو کار وباله او زياته يې کړه: ((چې ښه شوم، بيا به د پوليسو په ليکو کې خپل خدمت ته دوام ورکړم او د وسله والو د ځپلو لپاره به وسله را اخلم.))
بلخوا د عبدالله خان يوه ګاونډي نورمحمد پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې ورځې په بريد کې يې کور ويجاړ شوى او يو زوى يې ټپي شوى دى.
هغه له طالبانو وغوښتل چې په خپلو بريدونو کې د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.
عبدالله خان تر دغه بريد پوره شل ورځې مخکې د نوازد ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له دندې لري شوى و او داسې ګومان کېده چې هغه به د هلمند ولايت بلې ولسوالۍ ته استول کېږي.
درې مياشتې مخکې د وسله والو په يوه بريد کې د دغه قوماندان مېرمن هم وژل شوې وه.
طالبانو رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي خو په خپله ويبپاڼه ”الامارة” کې يې د لښګرګاه د بريد مسووليت منلی دی.
طالبانو په دې اړه په خپور کړي خبر کې ويلي چې په دغه بريد کې يې د قوماندان عبدلله په ګډون ٥ پوليس وژلي او ٢٢ نور يې ټپيان کړي دي.
خو ولايتي چارواکي د پېښې ډېرى قربانيان ملکي وګړي ښيي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن