کابل(پژواک، ١٩ تله ٩٣): د هېواد په کچه د يوې وروستۍ نظر پوښتنې پايلې څرګندوي چې د امنيت خوندي کول، کارموندنه او د پوهنې او لوړو زده کړو د کچې لوړول په ترتيب سره د خلکو له نظره د ولسمشر راتلونکي کاري لومړيتوبونه دي.
په دغه نظر پوښتنه کې چې د هشت صبح ورځپاڼې له مخې، له ٦٨٣٠ ښځو او نارينه وو څخه شوې، له اداري فساد سره مبارزه، د بيان ازادي، د بشري حقونو خوندي کول او بهرنى سياست د ولسمشر د راتلونکو لومړيتوبونو په توګه پېژندل شوي دي.
د هشت صبح ورځپاڼې مسوول مدير پرويز کاوه نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دغه طرحه د يوې مياشتې په اوږدو کې په ٣٤ ولايتونو کې تر سره شوې ده.
د هغه په خبره، په دغه نظر پوښتنه کې ٤٦٦٨ تنه يا ٦٨،٣ سنله نارينه وو او ٢١٥٤ تنه يا ٣١،٥ سلنه ښځو ګډون کړى او اکثره يې د ١٨ تر ٣٠ کلونو منځ کې عمر لري.
ددغې ورځپاڼې له خوا خپاره شوي معلومات څرګندوي چې د ولسمشر کاري لومړيتوبونه د خلکو له ليد لوري د جنسيت له تفکيک سره بدلون نه دى کړى او يواځې په ځينو مواردو کې لکه امنيت، د بيان ازادي او بشري حقونو کې ښځو د نارينه وو په پرتله زيات ټينګار کړى او پر وړاندې يې نارينه تر ډېره کارموندنې، پوهنې او د لوړو زده کړو د کچې لوړېدو ته په زيات امتياز قايل دي.
دغه رسنۍ د لوړو زده کړو له اړخه هم د خلکو له نظره د ولسمشر لومړيتوبونه پوښتلي او ټينګار يې کړى چې ددغو خلکو له نظره د ولسمشر لومړيتوبونه امنيت او په تدريج سره د لومړي او دويم نه د رتبو له مخې د دندو او معيشت غوره کول دي.
نالوستو او دوکتورا لرونکو کسانو دواړو د لومړيتوب په توګه بهرني سياست ته کم امتياز ورکړى او امنيت يې دولسمشر له مهمو لومړيتوبونو څخه ګڼلى دى.
د ولسمشر لومړيتوبونه د خلکو له نظره د کسب و کار له تفکيکه هم تر پوښتنې لاندې نيول شوي او د خلکو ځوابونه څرګندوي چې د دندې نوعيت هم د لومړيتوبونو په ټاکنه کې تاثير درلود او بېلابېلو کسبګرو د امنيت خوندي کول تر ټولو مهم ګڼلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP