Language

کندهار کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار ښار ( پژواک، ١٩ تله ٩٣ ) : په کندهار ښار کې ديوې چاودنې له امله يو تن مړ او درې نور ژوبل شوي دي.

د والي وياند صميم خپلواک د تلې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن مازيګر ناوخته د کندهار ښار ددرېيمې ناحيې اړونده د مستريانو په سراى کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په ياد سراى کې د اکسيجن يوه ډبه چاودېدلې،  چې له امله يې يو  مستري مړ او درې نور کسان ژوبل شوي دي.

د خپلواک په وينا، ټپيان شخصي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل .

د ناصر په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې د ګرمۍ له امله ياده  ډبه چاودېدلې ده ده.

دى وايي چې ژوبل کسان د ياد مستري شاګردان وو او د هغوى روغتيايي حالت هم ډېر ښه نه و.

ديوه بل خبر له مخې، نن تر غرمې وروسته په ژېړۍ ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله دوه پوليس ټپيان شوي دي.

Related Topics