لښکرګاه (پژواک ۲۰ تله ۹۳): امنيتي مسوولين وايي، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي اويو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک ته وويل چې دا پېښه نن (د تلي۲۰ مه) سهار مهال په کجکې ولسوالۍ د عرب زو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپی دی چې د درملنې لپاره ځايي روغتون ته وړل شوی دی.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دغه کسان د سيمې اوسېدونکي دي چې د لويې لارې د تېرېدو پر مهال پرې د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه کړې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن