کندهار (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د کندهار ښار اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې د خدماتو له څرنګوالي شکايت کوي او وايي، نه يوازې د دې شبکې د ټري جي خدماتو کيفيت ټيټ دى، بلکې ډېر مهال د اړيکو نيولو پر مهال هم ستونزې لري.
خلک وايي، د دې تر څنګ د ښار په ګڼو برخو کې سلام مخابراتي شبکه کار نه کوي، په داسې حال کې چې د دې شبکې خدمات د تېر لمريز کال په وروستيو مياشتو کې په کندهار کې پيل شول.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکى غوث الدين وايي، په خپل موبايل او کمپيوټر کې د سلام مخابراتي شبکې له ټري جي خدماتو استفاده کوي، خو څرنګوالى يې ښه نه دى.
هغه زياته کړه، ځيني وختونه د سلام ټري جي نيټ سرعت زيات وي، خو کله- کله بيا ډېر کمزورى وي او هيڅ کار نه کوي او ډېر مهال بيا ژر- ژر پرې (قطع) کېږي.
د نوموړي په وينا، د سلام له ټري جي خدماتو د خپلو دفتري چارو لپاره کار اخلي، خو ياده ستونزه يې ډېر مهال کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.
هغه د کندهار د مخابراتو له رياسته غوښتنه کوي چې خپل خدمات معياري کړي.
د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى بريالى چې هم د انټرنېټ او هم د اړيکو نيولو لپاره د سلام مخابراتي شبکې له خدماتو ګټه اخلي، ورته شکايت کوي.
هغه يژواک ته وويل، په کندهار ښار کې د سلام شبکې پر فعاليت مياشتې اوړي، خو نه يې د انټرنيټ خدمات معياري دي او نه هم د موبايل له لارې د اړيکو نيولو خدمات.
دى وايي چې کله يې اړتيا وي نو په ساعتونو ساعتونو يې نيټ کار نه کوي، دغه راز کله چې غواړي له يو چا سره اړيکه ونيسي، نو په وار- وار به شمېره ډايل کوي او تر لس- پنځلس ځلې ډايلولو وروسته په ډېر زحمت زنګ ولاړ شي چې ډېرى وختونه يې د غږ کيفيت هم خراب وي.
نوموړى په دې برخه کې د يوې بلې ستونزې يادونه هم کوي او وايي، ډېر مهال د ښار په پلورنځيو کې د سلام مخابراتي شبکې کريډيټ کارتونه هم يا نه پيدا کېږي او يا په ډېر کړاو پيدا کېږي.
هغه زياته کړه: ((ډېرى وختونه د ښار په دوکانونو کې د سلام شبکې کريډيټ کارټونه نه پيدا کېږي، يا يوازې د لوړې بيې کارتونه وي، خو د ټيټې بيې کارتونه نه وي، د همدې ستونزې له امله ډېر مهال داسې هم شوي چې پلورونکي د ١٠٠ افغانيو کارت په ١١٠ افغانۍ راباندې پلورلى دى.))
بلخوا د کندهار ښار ډېرى اوسېدونکي بيا دا شکايت هم کوي چې د ښار په ډېرو مهمو برخو کې لا هم سلام مخابراتي شبکه فعاليت نه لري.
د کندهار ښار د عينو مېنې د شپږم سړک اوسېدونکى رحمان الله وايي، مياشتې ماشتې کېږي چې سلام سيم کارت يې اخيستى، خو هيڅ ګټه يې نه ده ورڅخه اخيستې، ځکه ټري جي انټرنېټ يې کار نه کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، عينو مېنه د يوې ګڼ مېشتې سيمې په توګه د کندهار ښار مهمه برخه ده، خو تر اوسه په کې د سلام ټري جي خدمات په سمه توګه کار نه کوي.
د ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکى جميل احمد هم وايي چې په سيمه کې يې نه ټري جي کار کوي او نه هم د سلام شبکې له لارې ټېلېفوني اړيکې نيولاى شي.
هغوى وايي، دا چې د سلام ټري جي خدمات تر نورو شبکو ارزانه دي، نو ځکه له هغوى غواړي چې خپل پوښښ پراخ او کيفيت ښه کړي، تر څو خلک ورڅخه په پراخه کچه ګټه پورته کړي.
د کندهار ولايت د مخابراتو رييس شاه محمد اسحاق هم دا مني چې د سلام مخابراتي شبکې انتنونه کم دي او تر اوسه يې د ښار ټولې برخې تر پوښښ لاندې نه دې راوستې، خو ويې ويل چې په دې وروستيو کې د شپږو انتنونو منظوري اخيستې او په تدريجي توګه به دغه شبکه پراخه شي.
هغه دا و نه منله چې ګواکې د سلام مخابراتي شبکې د ټري جي خدماتو کيفيت ټيټ دى، بلکې ويې ويل چې په کندهار کې انټرنېټ د سپين بولدک لارې له پاکستان سره وصل دى، چې ډېر مهال په کې تخنيکي ستونې پېښېږي، خو دوی يې د ژر هواري هڅه کوي.
نوموړي دا هم وويل، چې د سلام شبکې کريډيټ کارتونه د ښار په هره نمايندګي کې موندل کېږي او په دې برخه کې ورته چا شکايت نه دى کړى.
د سلام مخابراتي شبکې د خدماتو په برخه کې د خلکو د ستونزو په اړه په کندهار کې د افغان ټيليکام مشر اخترمحمد خان وايي، ډېر مهال د انټرنېټ عمومي لين چې د سپين بولدک له لارې له پاکستانه راغځول شوى، عوارض پيدا کوي، خو پر وخت يې حلوي.
نوموړي د ټري جي خدماتو د نامنظم سرعت په اړه وويل، څوک چې ډېرې پيسې ورکوي، نېټ به يې تېز وي او څوک چې لږې پيسې ورکوي نېټ به يې کمزورى وي.
هغه په کندهار ښار کې د سلام شبکې د کريډيټ کارتونو نشتوالى رد کړ او ويې ويل، هيڅوک نه شي کولاى کريډيټ کارتونه تر خپلې اصلي بيې په لوړه بيه وپلوري، که داسې کېږي، نو په اړه دې يې دوى ته معلومات ورکړل شي.
د يادونې ده چې په کندهار ولايت کې د سلام ټري جي خدمات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزير اميرزي سنګين له لوري تېر لمريز کال د سلواغې په ٢٩مه پرانيستل شول.
دا مهال په ټول هېواد کې د سلام مخابراتي شرکت تر څنګ ٤ نور مخابراتي شرکتونه فعاليت کوي او شاوخوا ٢١ ميليونه وګړي موبايل کاروي.