Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه پوليس او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي

کلات، ترينکوټ، لښکرګاه (پژواک ٢٢ تله ٩٣): په زابل، اروزګان او هلمند ولايتونو کې دوه پوليس او پنځه وسله وال طالبان وژل شوي ، څلور پوليس او دوه وسله وال ټپيان دي.

د  زابل د والي مرستيال محمدجان  رسوليار  پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د مرکز کلات اړوند د کاکړانو چينې په سيمه کې د پوليسو پر موټر چاودنه وشوه.

رسوليار وويل ، په دې چاودنه کې يو يوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

تراوسه د دې پېښې  مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

بلخوا د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن نعمت الله وايي، چې تېره شپه په وسله واله نښته کې يو پوليس او يو وسله وال وژل شوي او يو وسله وال ټپي شوى.

هغه وايي، دا جګړه د کله خور په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه ، چې وسله والو پر يوه پوسته بريد وکړ .

دغه راز د هلمند چارواکي وايي، چې تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په ماته لکړه سيمه کې د پوليسو او وسله والو  تر منځ نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي شوی.

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريداحمد عبيدپژوک ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه ، چې وسله والو د پوليسو پر ګزمي بريد وکړ.

نوموړي وويل، په دې پېښه کې پوليسو ته زيان نه دی اوښتى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.