ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ستره پوځي اډه افغان پوځيانو ته  سپارل کيږي

د هلمند ستره پوځي اډه افغان پوځيانو ته سپارل کيږي

author avatar
14 Oct 2014 - 14:50
د هلمند ستره پوځي اډه افغان پوځيانو ته  سپارل کيږي
author avatar
14 Oct 2014 - 14:50

لښکرګاه( پژواک ۲۲ تله ۹۳): د هلمند چارواکي وايي  چې د روانې ميلادي مياشتې په ٢٦مه به په دې ولايت کې د بهرنيو پوځيانو ستره پوځي اډه ”ښوراب ” افغان پوځيانو ته وسپارل شي.

دغه څرګندونې د هلمند والي تورنجنرال محمد نعيم  په دې ولايت کې د ايساف له مشرانو سره په هغه غونډه وکړې، چې تېره ورځ ناوخته د ښوراب پوځي اډې د انتقال د څرنګوالي په تړاو جوړه شوې وه.

د والي په خبره، تر دې انتقال وروسته به په دې ولايت کې د بهرنيو پوځيانو له ١٨٨ پوځي اډو څخه يواځې يو کنډک پاتې شي.

ده وويل که څه هم په دې ولايت کې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي، خو د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۶ مه  به د ښوراب پوځي اډه په بشپړه توګه  د ملي اردو سرتېرو ته  وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه ، د ښوراب او ليډنيک ګډه پوځي اډه، چې په واشېر ولسوالۍ کې ده، د ساتلو په موخه  يې ملي اردو ځانګړي تدابير نيولي دي.

د والي په وينا:((په هلمند کې د ايساف  ۱۸۸ پوځي اډې وې،تر دې وروسته به بهرني پوځيان دلته يو کنډک ولري،خو هغه به هم دګرمسېر ولسوالۍ په ”ډوير” کمپ  کې له افغان ځواکونو سره يوځاى وي.))

نوموړي زياته کړه ، هغه کنډک به داړتيا پرمهال له افغان ځواکونو سره مشوره او پوځي مرسته کوي.

په هلمند زون کې د ايساف قوماندان بريد جنرال ”ډانييل ېيو” وويل افغان ځواکونه کولاى شي پوځي عمليات رهبري او ترسره کړي، ځکه  خو دوى له ښوراب پوځي اډې څخه وځي.

د ده په خبره ، يو شمېر سرتېري يې په هلمندکې پاتې کېږي، خو دا چې کومې پوځي اډې به ورکړل شي،  د افغان  ولسمشر او د دوى د قوماندانۍ د پرېکړې په ترڅ کې به په ډاګه شي.

ډانييل ېيو وايي ، د دوى پوځي مشورتي ډله به په کابل او هلمندکې له افغان پوځيانو سره د پلانونو په تړاو سلا مشورې کوي.

هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورنجنرال سيدملوک په دې غونډه  کې وويل، چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې پر دې کار کوي ، چې د  ښوراب او ليډرنيک پوه اډه ور وسپارل شي.

ملوک وويل ، سرتېري يې د يادې پوځي اډې د ساتلو وړتيا لري.

نوموړي يادونه وکړه چې د اړتيا پر مهال به په هلمند کې له پاتې کېدونکو بهرنيو سرتېرو څخه مرسته غواړي ، خو هغه د دې پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر  ياد نه کړ.

د  ښوراب پوځي اډه په ۲۰۰۵ کال کې جوړ شوې، چې پر امريکايي او برتانيوي سرتېرو  سربېره  په کې د ډنمارک، بهرين، ګورجستان او استونيا سرتېري ماموريتونه ترسره کړي.

د ښوراب پوځي اډه د الوتنو دوه ځغاستى هوايي ډګر لري ، چې د هلمند د ولايتي چارواکو په وينا، تر انتقال وروسته به يې يوه  رنوې يواځې د ملکي الوتنو لپاره  ځانګړى وي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.