کندهار (پژواک ٢٢ تله ٩٣): د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، په دې ولايت کې د ماشومانو د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوي، چې يوه يې په کندهار ښار او دوې نورې يې په ډنډ او پنجوايي ولسواليو کې دي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو ٢٠ مياشتو راهيسې يې په کندهار کې د پوليو مثبته پېښه نه لرله، خو په دې وروستيو کې دا لومړۍ ځل دى، چې درې پېښې ثبتېږي.
خو هغه يادونه وکړه، چې د ثبت شويو درې واړه پېښو اصلي سرچينه له کندهاره دباندې ده.
ده وويل، لومړۍ پېښه د کندهار ښار په لويه وياله کې ثبت شوې، چې د پاکستان له کراچۍ ښاره راوړل شوې، دغه راز د ډنډ او پنجوايي ولسواليو پېښې د هلمند او اروزګان ولايتونو څخه راوړل شوې دي.
پخلا وايي، د همدغو پېښو له ثبت سره هم مهاله يې په ځوابي توګه په دغه ولايت کې د پوليو د واکسين ځانګړى کمپاين پيل کړى، چې درې ورځې به دوام ولري او د کندهار ښار په ګډون په ١١ ولسواليو کې به پلى شي.
نوموړي زياته کړه، په ټاکل شويو درېيو ورځو کې به په يادو شويو ولسواليو کې ٤٦٧زره له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومان واکسين شي.
هغه دا د روان کال له پيل څخه د پوليو د واکسين لسم کمپاين ياد کړ، چې تر سره کېږي، خو ده وويل چې د کال تر پايه به شپږ نور کمپاينونه هم تر سره شي.
پخلا په کندهار کې د پوليو د نوو پېښو په اړه وويل، چې اصلي لامل دغه ولايت ته د خلکو ډېر تګ راتګ او له پاکستان سره پرانيستې پوله ده.
ده وويل، په روان کال کې په پاکستان کې تر ٢٠٠ زياتې د پوليو پېښې ثبت شوې دي او دا د افغانستان لپاره هم يو لوى ګواښ دى.
د عامې روغتيا رييس د کندهار له اوسېدونکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د روغتيا او راتلونکي په خاطر د واکسيناسيون له ټيمونو سره همکاري وکړي، ترڅو له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومان واکسين او دغه ناروغي پر مخ ورکه شي.
د يادونې ده، چې په ټول هېواد کې د روان ٢٠١٤ زېږديز کال له پيل راهيسې ټولټال د پوليو ٧ پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله کمې دي.
څو مياشتې مخکې د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل، په پاکستان کې د پوليو د پېښو زياتوالى د افغانستان لپاره جدي ګواښ بللى و.
د روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړى، چې په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې تر پخوا ډېرې شوې او ان له دغه هېواده مصر، سوريې او ځينو نورو هېوادونو ته هم د ګوزڼ ويروس انتقال شوی دى.