Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات او ننګرهار کې ٣٩ وسله وال وژل شوي

جلال اباد- هرات (پژواک ٢٤ تله ٩٣): چارواکي وايي چې په ننګرهار او هرات ولايتونو کې يې ٣٩ وسله وال طالبان وژلي دي.

د هغوی په وينا، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ٢٥ وسله والو وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ د لاچپور او باريکاب په سيمو کې ګډو ځواکونو جګړه ييز عمليات پيل کړي دي.

نوموړى وايي عمليات لا هم دوام لري او د لومړنيو معلوماتو له مخې، دوى ته د يوولسو وسله والو جسدونه په لاس ورغلي او کېداى شي د وژل شوو شمېر ډېر وي.

د ولسوال په وينا چې په عملياتو کې له هوايي ځواکه هم کار اخيستل شوى او د دوى له لوري عمليات لا هم دوام لري.

بلخوا د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم وايي چې د ګډو کومانډو او ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ٢٥ وسله وال وژل شوي او عمليات لا هم دوام لري.

ګډو ځواکونو او عامو وګړو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې بشپړ جزئيات به د عمليات په پاى کې په ډاګه شي.

د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک اژانس ته وويل له تېرې شپې راهيسې د لاچپور په سيمه کې عمليات روان دي چې لسګونو وسله والو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړى وايي چې د وسله والو ټپيان لا هم د امبرخانې په کلينيک کې دي او ډاکتران يې له مجبوريته درملنه کوي.

بلخوا د هرات چارواکي وايي چې د بهرنيو پوځيانو د هوايي بريد په ترڅ کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي پژواک خبري اژاني ته وويل چې پر دې طالبان تېره شپه د چشت ولسوالۍ د فلکه په سيمه کې بريد شوى دى.

هغه وويل چې په دغو کسانو کې د يو طالب قوماندان ملا عبدالرحمان مشهور په مالدار هم شامل دى چې په وژل کېدو به يې په سيمه کې په ځانګړي ډول د سلما بند امنيت ښه شي.

د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.