کندهار (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د کندهار ولايت امنيتي چارواکي په پنجوايي او ميوند ولسواليو کې د ٣٨ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.
چارواکي وايي، دغه وسله وال د ګډو ځواکونو له خوا په هغو عملياتو کې وژل شوي چې په يادو دوو ولسواليو کې پيل شوي او اوس هم دوام لري.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات د ملي پوليسو او ملي اردو له خوا د ايساف ځواکونو په تخنيکي مرسته پر مخ ځي.
هغه زياته کړه، تر دې مهاله په پيل شويو عملياتو کې د پنجوايي په بېلابېلو سيمو او ميوند په کلا ښامير کې ٣٨ وسله وال وژل شوي او ٥ تنه ژوندي نيول شوي دي.
دى وايي، د عملياتو پر مهال يوه اندازه وسلې او ٦ عرادې موټر سايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي دا هم وويل چې په دغو عملياتو کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستل شوى، چې يوازې يې وسله وال مخالفين په نښه کړي او ملکي وګړو ته په کې هيڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي، چې دغه عمليات د سيمې د خلکو په غوښتنه پيل شوي تر څو د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيول شي او په سيمه کې د ژوند ډاډمن شرايط برابر شي.
دى وايي دغه عمليات چې د بهرنيو ځواکونو په تخنيکي مرسته پلان شوي، پر مهال به يې لارې او باغونه هم له ماينونو پاک شي، چې د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي دي.
تر هغه وروسته چې کندهار ته ولايت ته څېرمه د هلمند په ځينو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي، ورسره په ميوند، پنجوايي او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د هغوى فعاليتونه ډېر شوي، چې د مخنيوي لپاره وخت په وخت عمليات تر سره کېږي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.