ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال: نوزاد به د نه پاملرنې په صورت کې سقوط وکړي

ولسوال: نوزاد به د نه پاملرنې په صورت کې سقوط وکړي

author avatar
22 Oct 2014 - 14:31
ولسوال: نوزاد به د نه پاملرنې په صورت کې سقوط وکړي
author avatar
22 Oct 2014 - 14:31

لښکرګاه(پژواک ۳۰ تله ۹۳):د هلمندولايت د نوزاد ولسوال اندېښنه وښوده،چې امنيت او نورو ستونزو ته يې د نه پاملرنې له امله ښايي ولسوالۍ سقوط شي.

سيد مراد سادات له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، په دې ولسوالۍ کې د پوليسو شمېر کم دى او د وسله والو ګواښونه ډېر شوي دي.

ولسوال زياتوي، چې د تجهيزاتو او امکاناتو د نه شتوالي له امله ولسوالۍ تر مقام پورې  محدود شوې.

نوموړي وويل : (( حکومتولي نشته، ښوونځي تړلي دي، پوستو ته اکمالات نه کېږي، د ولايت مقام او اړونده ادارې د ستونزو د حل په موخه يواځې ژمنې کوي .))

نوموړي زياته کړه :(( په ۱۳ کلونو کې نوزاد ته پاملرنه نه ده شوې؛ پروژې نشته،د خلکو او حکومت  تر منځ  فاصله ډېره  شوې او د ولس اقتصادي ستونزې ورځ  په ورځ ډېرېږي.))

ده وويل، په دې وروستيو کې د وسله والو جګړو له امله سلګونه کورنۍد ولسوالۍ مرکز او لښکرګاه ته کډه شوي، خو هيڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.

اخوا د تلې په ٣٠مه د نوزاد ولسوالۍ يوشمېر قومي مشرانو ځايي خبريالانو ته خپل ستونزې وړاندې کړي او يي ويل،چې ولسوالۍ يې له سقوط سره مخامخ ده.

د عبدالمتين په نوم يوه قومي مشر وويل د سيمې د اوسېدونکو ژوند خراب دی، باغونه يې وچ شوي ،امنيت ورځ تر بلې خرابيږي چې له امله يې ګڼې کورنۍ ګډه شوي.

نوموړي له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د همدې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال عبدالمحمد وايي، له تېر يوه کال راهيسې يې ولسوالۍ په محاصره کې ده، د خلکو باغونه او فصلونه  له منځته تللي دي

د سيمې بل اوسېدونکي عبدالواحد وويل، چارواکو اعلان کړى څو د نوزاد له بې ځايه شوو سره مرسته وکړي، خو تراوسه يې هيڅ نه دي کړي.

نوزاد ولسوالۍ له لښکرګاه څخه ۱۴۰ کيلومتره لرې شمال لورته پرته ده چې د سنګين له جګړې سره هم مهال په کې د وسله والو طالبانو بريدونه ډېر شوي .

تر دې مخکې د دې ولايت امنيتي ادارو ويلي و چې د هلمند په شمالي ولسواليو کې يې وسله وال طالبان په شا تمبولي او د سيمو امنيت ښه دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.