لښکرګاه(پژواک ۳۰ تله ۹۳):د هلمندولايت د نوزاد ولسوال اندېښنه وښوده،چې امنيت او نورو ستونزو ته يې د نه پاملرنې له امله ښايي ولسوالۍ سقوط شي.
سيد مراد سادات له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، په دې ولسوالۍ کې د پوليسو شمېر کم دى او د وسله والو ګواښونه ډېر شوي دي.
ولسوال زياتوي، چې د تجهيزاتو او امکاناتو د نه شتوالي له امله ولسوالۍ تر مقام پورې محدود شوې.
نوموړي وويل : (( حکومتولي نشته، ښوونځي تړلي دي، پوستو ته اکمالات نه کېږي، د ولايت مقام او اړونده ادارې د ستونزو د حل په موخه يواځې ژمنې کوي .))
نوموړي زياته کړه :(( په ۱۳ کلونو کې نوزاد ته پاملرنه نه ده شوې؛ پروژې نشته،د خلکو او حکومت تر منځ فاصله ډېره شوې او د ولس اقتصادي ستونزې ورځ په ورځ ډېرېږي.))
ده وويل، په دې وروستيو کې د وسله والو جګړو له امله سلګونه کورنۍد ولسوالۍ مرکز او لښکرګاه ته کډه شوي، خو هيڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.
اخوا د تلې په ٣٠مه د نوزاد ولسوالۍ يوشمېر قومي مشرانو ځايي خبريالانو ته خپل ستونزې وړاندې کړي او يي ويل،چې ولسوالۍ يې له سقوط سره مخامخ ده.
د عبدالمتين په نوم يوه قومي مشر وويل د سيمې د اوسېدونکو ژوند خراب دی، باغونه يې وچ شوي ،امنيت ورځ تر بلې خرابيږي چې له امله يې ګڼې کورنۍ ګډه شوي.
نوموړي له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د همدې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال عبدالمحمد وايي، له تېر يوه کال راهيسې يې ولسوالۍ په محاصره کې ده، د خلکو باغونه او فصلونه له منځته تللي دي
د سيمې بل اوسېدونکي عبدالواحد وويل، چارواکو اعلان کړى څو د نوزاد له بې ځايه شوو سره مرسته وکړي، خو تراوسه يې هيڅ نه دي کړي.
نوزاد ولسوالۍ له لښکرګاه څخه ۱۴۰ کيلومتره لرې شمال لورته پرته ده چې د سنګين له جګړې سره هم مهال په کې د وسله والو طالبانو بريدونه ډېر شوي .
تر دې مخکې د دې ولايت امنيتي ادارو ويلي و چې د هلمند په شمالي ولسواليو کې يې وسله وال طالبان په شا تمبولي او د سيمو امنيت ښه دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن