مزارشريف (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د برېتانيا د فرهنګي دفتر او بلخ د معلولينو او معيوبينو ټولنيز مرکز له خوا د جګړو او ناخوالو د غندلو په موخه درې ورځنى نندارتون پرانيستل شوى دى.
د بلخ د معلولينو د ټولنيز مرکز مشرې فريبا اکبريار پرون له غرمې وروسته د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد نندارتون کې شاوخوا ۶۰ ټوکه اثار نندارې ته وړاندې شول چې د معلولينو د لاس توليد دي.
هغې زياته کړه چې په دغو اثارو کې ۴۰ ټوکه نقاشي او ۲۰ ټوکه هم رسامي دي چې په کې د جنګونو پر ناخوالو او د سولې پر ارزښت تصويرونه کښل شوي دي.
مېرمن اکبريار وايي چې په بلخ کې د معلولينو کره شمېر معلوم نه دى خو د هغې په وينا په ۲۰۰۵ کال کې د يوې نړيوالې موسسې د سروې له مخې، د هېواد شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي، د معلوليت له ګواښ سره مخ وو.
د بلخ د معلولينو د مرکز مشرې په تېرو کلونو کې د معيوبينو په برخه کې د دولت هڅې نيمګړې وبللې او زياته يې کړه چې د ټولنې دغه قشر ته بنسټيز کار نه دی شوی.
د هغې په وينا، لا هم په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د بريل خط مسلکي استادان نشته څو معيوبين په مسلکي ډول سواد زده کړي.
محمدابراهيم هغه معلول دی چې شپږ کاله مخکې يې د ماين په چاودنه کې يو لاس او سترګه له لاسه ورکړي. نوموړی اوس نقاشي کوي او په يو خصوصي پوهنتون کې زده کړې کوي.
نوموړي د نندارتون د ليدنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې د دې ډول نندارتونونو جوړېدل به معيوبينو ته روحيه ورکړي چې حرکت وکړي او د ټولنې د ناخوالو په راکمولو کې مرسته وکړي.
هغه زياته کړه چې جنګ ټولنې ته بدبختي راوړي او ټول افغانان بايد د دې شومې پديدې د له منځه وړو لپاره ګډ کار وکړي.
دی همدا راز له خلکو غوښتنه کوي چې معلولينو ته په ټيټه سترګه ونه ګوري او د معيوبينو په راپورته کولو کې هغوی ته لاس ورکړي.
د بلخ د معلولينو د مرکز مشرې همدا راز وويل چې دغه نندارتون به د د درېيو ورځو لپاره د بلخ په بېلابېلو ځايونو کې پرانيستی وي.