لښکرګاه (پژواک ۳ لړم ۹۳): چارواکي وايي چې په هلمند کې درې وسله وال وژل شوي او پنځه ماين خښوونکي نيول شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د لښکرګاه په سره ګودر سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ.
هغه وويل چې په دغه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، يو پوليس او څلور وسله وال طالبان ټپيان دي.
دغه راز د لښکرګاه د پوليسو د درېيمې حوزې امر دويم څارن شېرعلي وايي، تېره شپه يې د ګزمې پر مهال پنځه ماين خښوونکي نيولي دي.
ده پژواک اژانس ته وويل ، يادو کسانو غوښتل د ماين تر خښولو وروسته له سيمې وتښتي او په يوه کورکې پټ شي خو پوليسو ونيول.
د نوموړي په خبره، په نيول شوو کسانو کې يوه يې د ښځو جامې اغوستې وې.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د لښکرګاه د مختار په سيمه کې يې د خپل نفوذي کس په وسيله د يوې پر پوليسو بريد کړى او لس پوليس يې وژلي خو چارواکي دغه ادعا ردوي. قاري يوسف د نيول شوو ماين خښوونکو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن