Language

په غورک ولسوالۍ کې پراخ عمليات پيل شوي

کندهار ( پژواک، ٥ لړم ٩٣ ) : د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد پراخ عمليات پيل شوي دي.

دغه عمليات تر هغه وروسته پيل شول، چې وسله والو مخالفينو د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن محمد شفيع وواژه.

امنيه قوماندان څلور ورځې وړاندې د يادې شوې ولسوالۍ په سورخ اباد سيمه کې هغه مهال په يوه کمين کې ووژل شو، چې وسله والو مخالفينو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى و او هغه يې مرستې ته ور روان و.

تر دې پېښې وروسته په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني د لړم په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې همدا نن په غورک ولسوالۍ کې پراخ عمليات پيل شول.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د ملي او محلي پوليسو تر څنګ د ملي اردو ځواکونه هم برخه لري.

دى وايي، په دې وروستيو کې د غورک په ګڼو سيمو کې نه يواځې امنيتي پوستې، بلکې د سيمې عام اوسېدونکي هم د وسله والو مخالفينو له ګواښونو سره مخ و، چې له مخې يې دغلته پراخ عمليات پلان شول.

د نوموړي په وينا، دا چې عمليات تازه پيل شوي، تر اوسه يې د لاسته راوړنو په اړه نور جزييات په لاس کې نشته.

له سيمې داسې خبرونه هم ورکړل شوي، چې دې ولسوالۍ ته شاوخوا ٤٠٠ وسله وال مخالفين له خاکرېز ولسوالۍ او هلمند ولايت څخه راغلي، تر څو دغه ولسوالي ونيسي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوي دي.

سرچينې وايي، وسله والو په غورک ولسوالۍ کې هغه مهال پراخ بريدونه پيل کړل، چې د دې ولسوالۍ په سورخ اباد او کلاماشا سيمو کې يې دوه  امنيتي پوستې ونيولې او د دغو پوستو اته تنه پوليس يې ووژل.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ له يخ تون، سرخ اباد، کورکوشم، چهارپايانو، وني او يو شمېر نورو کليو له کورونو وګړي ويستلي او په خپله په کې ځاى پر ځاى شوي دي.

خو دولتي سرچينو تر اوسه پورې دغه خبرونه نه دي تاييد کړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم په دغې ولسوالۍ کې د پراخو نظامي عملياتو د پيل خبر ورکوي، خو وايي دا چې په دې ولسوالۍ کې ټېلېفوني شبکې کار نه کوي، نو ځکه يې تازه معلومات په لاس کې نشته.

غورک د کندهار ښار شمال لوري ته د ١٠٠ کيلو متره په واټن پرته ولسوالۍ ده، چې له هلمند او اروزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري.

دغه ولسوالي پر له پسې څو کاله د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وه، چې نږدې دوه کاله وړاندې د نظامي عملياتو په پايله کې د هغوى له ولکې وويستل شوه.

خو د ولسوالۍ اوسېدونکو ويل، چې يواځې د ولسوالۍ ودانۍ او ودانۍ ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو قرار ګاه د حکومت په ولکه کې ده، خو په کليو او د کليو تر منځ پر غځېدليو لارو کې لا هم وسله وال فعاليت لري.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو څه موده وړاندې له پژواک خبري اژانس سره په مرکو کې ويلي وو، چې په دې وروستيو کې نه يواځې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي، بلکې له ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته غځېدلې لاره يې هم په ماينونو پوښلې ده.

په غورک ولسوالۍ کې شاو خوا اته زره وګړي اوسيږي، چې ډېرى يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د بېلابېلو ستونزو له امله يې اقتصادي وضعيت ښه نه دى.

Related Topics