ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عاشورا مراسمو ته امنيتي تدابيرو خلکو ته ستونزې جوړې کړې

د عاشورا مراسمو ته امنيتي تدابيرو خلکو ته ستونزې جوړې کړې

author avatar
3 Nov 2014 - 16:46
د عاشورا مراسمو ته امنيتي تدابيرو خلکو ته ستونزې جوړې کړې
author avatar
3 Nov 2014 - 16:46

کابل (پژواک ١٢ لړم ٩٣): په کابل کې د عاشورا د مراسمو د امنيت نيولو لپاره د پوليسو پلټنو او تلاشيو له امله ځيني خلک شکايت کوي.

د کابل ښاريان وايي، سهار مهال پوليسو د کابل ښار ته د راغلو لارو په دروازو کې خلک نه پرېښودل چې ښار ته دننه شي او د ښار دننه پر ځينو سړکونو هم لاروي پلټل کېدل.

د دغه ښار يوه هټيوال حاجي هارون پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن سهار له جلال اباده کابل ته راغلم. په څرخي پله کې موټرو ته اجازه نه ورکول کېده څو ښار ته داخل شي.))

هغه وويل، په لومړي سر کې يې له موټرو راښکته شوي پلي کسان هم نه پرېښودل چې د ښار پر لور راشي، وروسته يې په ډېر مشکل خلکو ته اجازه ورکوله هغه هم له سختې تلاشۍ وروسته.

هغه وايي، پوليسو ويل، چې دغه کار د عاشورا د مراسمو د امنيت لپاره کوي خو د ده په وينا پوليس نه بايد د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

ده وويل: ((امنيت په دې ډول نه نيول کېږي چې ولس ته دې په کې ستونزې جوړې شي.))

د کابل ښار د کارته نو سيمې اوسېدونکى نور عزيز ادعا کوي چې نن سهار د شاه شهيد پر دويم سړک د پوليسو له خوا د لارې تړل کېدو له امله يوې ناروغې مېرمنې روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړه.

هغه وويل چې دا مېرمنه د درمنلې لپاره روغتون ته وړل کېده خو لاره تړلې وه او پوليسو تلاشي کوله.

ده زياته کړه: ((پوليس بايد د لارو د تړلو پر ځاى د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ممکنه پېښو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.))

د کابل د اتمې ناحيې اوسېدونکي سيد اختيار پژواک ته وويل، سهار مهال د ښار پر لور تلو چې د پوليسو له لوري د حضوري چمن په سيمه کې لاره تړل شوې وه.

ده وويل پوليسو پر لاره موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوله او پلي کسان يې هم تلاشي کول چې له امله يې خلکو ته ستونزې جوړې شوې وې.

هغه زياته کړه، د چنداول په ساحه کې يو موټر چې ښار روان و اجازه ورنه کړل شوه، سپرلي يې ترې راښکته کړل او د بالاى حصار په لاره يې پلي کړل.

هڅه مو وکړه څو په دې اړه د کابل د امنيې قوماندانۍ نظر واخلو خو له بيا بيا اړيکو سره بريالي نه شوو.

تېر ورځ د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک ته ويلي وو چې پوليسو په کابل ښار کې د عاشورا د مراسمو لپاره سخت امنيتي تدابير نيولي دي.

صديقي وويل، پوليس به هغه لارې وتړي چې ممکنه ګواښونه په کې وي؛ ځکه دغه کار د کابل ښار د امنيت او عاشورا د مراسمو لپاره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.