Language

په زرمت کې د لسو تنو جسدونه وموندل شول

دويم تعقيب -ګردېز (پژواک ١٥ لړم ٩٣): د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو تنو مړي موندل شوي،چې چارواکي يې ملکي وګړي او طالبان يې امنيتي سرتېري بولي.

 د زرمت ولسوالۍ د ملکي روغتون مشر حاجي محمد د لړم په  ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا کسان ناپېژانده وسله والو وژلي او نن سهار يې مړي روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه وويل چې د وژل شوو کسانو مړي د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې موندل شوي دي.

د روغتون مشر په دې کسانوکې پنځه تنه د خوست، يو يې د لوګر او څلور يې د پکتيا ولايت اوسېدونکي بللي.

حاجي محمد وايي ، د وژل شوو کسانو پر جسدونو د مرميو د لګېدو نښې شته، خو تراوسه نه ده معلومه، چې د چا له لوري وژل شوي دي.

د پکتيا ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل يواځې د شپږو کسانو وژنه تاييد کړه او ويې ويل ،چې دا کسان د وسله والوطالبانو  له لوري وژل شوي دي .

اورياخېل له پژواک سره په خبروکې وژل شوي کسان ملکي وګړي وبلل، چې په وينا يې هيڅ ډول جرم يې نه درلود .

دی وايي ،چې دغه کسان  تېره شپه وژل شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په زرمت ولسوالۍ کې يې اته پوليس او يو د ملي امنيت کارمند وژلي دي.

مجاهد د اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دا کسان تر دندو وروسته کورنو ته ساتنه شوي و او تر نيولو وروسته يې د هغه په وينا، د کره شواهدو پر بنسټ وژلي دي.

Related Topics