Language

جنرال رازق: د پښتنو مشرانو ترور د پنجاب دسيسه ده

کندهار (پژواک، ١٧ لړم ٩٣): د کندهار امنيه قوماندان وايي چې د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د پښتنو مشرانو وژل د پنجاب دسيسه ده او هغوى غواړي دا سيمه نړۍ ته د ترهګرو د مرکز په توګه ور وپېژني.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې نن (د لړم ١٧مه) د غورک د عملياتو، د کندهار د مرستيال والي د وژل کېدو او د کندهار د وروستي امنيتي وضعيت په اړه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

امنيه قوماندان وويل، هره ورځ چې څومره پښتانه مشران د ډيورنډ فرضي کرښې په دې غاړه کې وژل کېږي، هومره د کرښې په هغې غاړه کې هم وژل کېږي.

هغه زياته کړه: ((تاسې معلومات وکړئ، هره ورځ چې څومره مشران د کرښې دې خوا ته وژل کېږي، هومره د کرښې په ها غاړه چمن، ګلستان، کوټه او پېښور کې هم وژل کېږي.))

نوموړي د پښتنو د مشرانو وژل د پنجاب دسيسه وګڼله او ويې ويل، دا ډېر اوږد جنګ دى، خو تپل شوى او پردى جنګ دى.

د ده په وينا، هغوى غواړي پښتانه مشران په هره بيه چې وي ووژني، ان هغه څوک هم وژني چې يو پنځه تنه پرې راټولېداى شي او يا د هغوى ستونزه هوارولاى شي.

د ده په خبره، په دې توګه پنجاب غواړي چې هم پښتانه له منځه يوسي او هم دا سيمه نړۍ ته د ترهګرو په مرکز ور وپېژني.

خو جنرال رازق په ډاګه کړه چې نړيوال بايد پر دې پوه شي چې پښتانه ترهګر نه دي، دا چې هغوى پر دغو کړنو سترګې پټوي، دا معنا لري چې هغوى يې ملاتړي دي.

د کندهار د مرستيال والي عبدالقديم پتيال د وژل کېدو په اړه امنيه قوماندان وويل چې د دې پېښې ډېره دقيقه څېړنه روانه ده، خو د ځينو پېښو څېړنه ژر کېږي او د ځينو بيا يو څه وخت اخلي.

ده زياته کړه، دا چې پوهنتون يو علمي مرکز دى، هغوى نه شي کولاى ټول په يوه وار د پلټنو لپاره بوځي، خو هغوى د دې پېښې څېړنه په ډېر احتياط ترسره کوي.

هغه وويل: ((موږ د کندهار خلکو ته ډاډ ورکوو چې که مو کوټې ته لاس نه رسېږي چې چا قومانده ورکړې، خو چې دلته چا دا عمل کړى، هغه به ضرور نيول کېږي او په خپله جزا به رسېږي.))

جنرال عبدالرازق د کندهار د امنيتي وضعيت په اړه وويل، داسې ورځ نشته چې ډيورنډ کرښې ته د څېرمه ولسواليو ښوراوک، معروف، ارغستان او رېګستان پر امنيتي پوستو دې وسله وال بريدونه نه کېږي.

هغه زياته کړه، وسله وال د ډيورنډ له هغې غاړې د پاکستانۍ ملېشو د امنيتي پوستو له منځه د افغانستان پر امنيتي پوستو بريدونه کوي چې د پاکستان پوځ يې نه مخالفت کوي او نه يې هم مخه نيسي.

خو ده په ښکاره وويل، دغه کونړ ولايت نه دى، چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې ورباندې بريدونه کېږي او دوى ارام ورته ناست دي، بلکې د يوه ډز په ځواب لس ډزه کوي او د هغوى د بريدونو مخه نيسي.

نوموړي د غورک ولسوالۍ د عملياتو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې څو ورځې وړاندې دې ولسوالۍ ته د هلمند له سنګين او د اروزګان له دهراوود څخه په سلګونو وسله وال راغلي وو او پر دې ولسوالۍ يې له دريو- څلورو خواوو بريدونه پيل کړي وو.

هغه زياته کړه، وسله وال د غورک په شاوخوا اتو کليو کې د خلکو په کورونو کې ځاى پر ځاى شوي وو او هغوى يې يرغمال کړي وو، د دې ولسوالۍ امنيه قومندان محمد شفېع چې غوښتل يې خلک د وسله والو له ظلمه خلاص کړي، د وسله والو په بريد کې د دريو پوليسو سره ووژل شو او ٧ پوليس نور ټپيان شول.

ده وويل، تر دې پېښې وروسته سرحدي پوليس او د ملي اردو ځواکونه دغې ولسوالۍ ته لاړل او هلته يې پراخ عمليات وکړل چې په پايله کې يې ٣٠ وسله وال ووژل شول، وسلې او موټر سايکلونه يې ونيول شول او پاتې يې بيرته سنګين ولسوالۍ ته وتښتېدل.

دى وايي چې اوس د دې ولسوالۍ امنيتي وضعيت ښه شوى، بې ځايه شوي خلک بيرته خپلو کورنو ته د ستنېدو په حال کې دي او د امنيتي ځواکونو د انجنيري ټيمونه لا هم د هغو سلګونو ماينونو په کشف او شنډولو بوخت دي، چې وسله والو ځاى پر ځاى کړي وو.

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې امنيتي ځواکونه له کندهار ښار څخه غورک ته د غځېدلې لارې په تصفيه هم بوخت دي او د ماينونو تر کښلو وروسته به ورباندې امنيتي پوستې جوړې کړي.

خو هغه څرګنده کړه چې لا هم د کندهار د غورک، ميوند او يو شمېر نورو ولسواليو امنيت د هلمند د سنګين ولسوالۍ د خراب امنيتي حالت له امله له ګواښ سره مخامخ دى.

نوموړي په دې اړه وويل چې په نژدې راتلونکي کې به د هلمند له چارواکيو سره ګډه ناسته ولري، تر څو په ګډه د سنګين ستونزه هواره شي.

Related Topics