ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مو‌ټربم چاودنې څلور وسله وال وژلي

مو‌ټربم چاودنې څلور وسله وال وژلي

author avatar
8 Nov 2014 - 16:07
مو‌ټربم چاودنې څلور وسله وال وژلي
author avatar
8 Nov 2014 - 16:07

لښکرګاه-سرپل (پژواک ١٧ لړم ٩٣): په هلمند ولايت کې د موټربم په چاودنه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندسمونيار فريداحمد عبيد د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه د ولايت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د مخطر کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو په هغه موټر کې چاودنه شوې او له منځه تللى چې غوښتل يې په لښکرګاه کې يې والوځوي.

عبيد وايي چې د موټربم په دې چاودنه کې څلور وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په سرپل کې وسله والو طالبانو اوه ملکي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور نيولي دي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا سرپرست اسدالله دانش پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو ياد کسان د کوهستاناتو ولسوالۍ د صفک په کلي کې نيولي دي.

نوموړي له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې ياد کسان ژر تر ژره خوشي کړي.

خو د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل عنايت الله حبيبي د يادو کسانو له نيول کېدو بې خبري وښوده.

هغه پژواک خبري اژانس ته ومنله چې په ياده سيمه کې وسله وال شتون لري.

بلخوا د دغه ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې يوه پلار خپل لور له دې امله وژلې چې ګواکې نامشروع حمل يې اخيستى و.

د امنيت امر حبيبي وايي چې پوليسو د يادې نجلې پلار او ماما نيولي او ترې پلټنې پيل شوې دي.

هغه دغه راز وويل چې پرون په کوهستانات ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د يوه اووه کلن ماشوم يوه پښه پرې شوې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.