Language

پکتيا کې د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

ګردېز(پژواک ١٩ لړم ٩٣): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښارکې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولى شوى، خو چلوونکى يې تښتېدلى دى.

د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام د ګردېز   ښار کې پوليسو د تالاشۍ پر مهال سراچه موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، نيولى دى.

اورياخېل زياتوي ،موټر چلوونکى په تېښته بريالى شوى، خو د نيولو په تړاو يې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

د امنيه قوماندان په خبره، چلوونکي غوښتل چې د دې موټر په وسيله د پکتيا ولايت دولتي ودانۍ په نښه او ځانمرګى بريد پرې وکړي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په پکتيا کې د دې پېښې مخنيوى په داسې حال کې کيږي ، چې نن سهار د ننګرهار او لوګر په ولايتونو کې ځانمرګي بريدونه وشول او په کابل  ښار کې يوه چاودنه رامنځته شوه .

چارواکو ويلي چې په دې پېښو کې تر لسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics