Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګى بريد شوى

جلال اباد (پژواک ٢٢ لړم ٩٣): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.

دغه بريد نن د لړم په ٢٢مه د سهار په شاوخوا اته نيمو بجو د جلال اباد ښار د رنګ روډ د فاميليو په سيمه کې شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، د بهرنيو ځواکونو د موټرو يو کاروان روان و، چې د الټو موټر په وسيله پرې ځانمرګى بريد وشو.

دى وايي چې په بريد کې يواځې ځانمرګى بريدګر وژل شوى او د بهرنيو ځواکونو يو موټر تخريب شوى دى.

د ده په خبره، چې په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سميع الله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګى بريد شوى ، خو  د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

دى وايي: ((تر چاودنې وروسته مې وليدل چې د امريکايي ځواکونو پر يوه پوځي موټر چې له سړکه اوښتى و، اور بلېده.))

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته ومنله، چې د افغانستان په ختيځ کې د دوى پر سرتېرو بريد شوى، خو زياته يې کړه چې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې د امريکايانو دوه پوځي موټر له منځه تللي او په کې ناست سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل  بيا د ننګرهار ولايت امنيت خراب شوى ، په تېرو درېيو ورځو کې پر جلال اباد ښار دوه ځلې راکټي بريدونه او يو ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.