مهترلام (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د ګډو ملي ځواکونو په عملياتو کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ٢٥ وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه ورځني ځانګړي عمليات د کومانډو ځواکونو له لوري د الينګار ولسوالۍ اړوند په سنګره دره کې پيل شوي وو او تېره شپه لس بجې پای ته ورسېدل.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د دريو مهمو قوماندانانو هر يو امرالله، غازي او شېرخان په ګډون ۲۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۷ ژوندي نيول شوي دي.
ځواک وايي چې په نيول شوو کسانو کې يو هم مشهور قوماندان او د يادې ولسوالۍ لپاره د وسله والود شورا رييس زاهد الله او وراره يې او همداراز د حشمت الله او عبدالحليم په نومونو دوه سرګروپان هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې ملي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سنګره سيمې يوه اوسېدونکي عبدالقدير هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې دوى هم د وسله والو له مرګ ژوبلې خبر شوي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP