Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې لس وسله وال وژل شوي

لښکرګاه-جلال اباد (پژواک، ۲۴ لړم۹۳): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې په بېلابېلو پېښو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد عبيد د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ۱۲ بجې په مارجې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې د دغو بريدونو په پايله کې په رامنځته شوې نښته کې اووه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ده په وينا، چې دغه نښته د مارجې په سيستاني سيمه کې شوې وه او پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عبيد وايي چې په همدې شپه د سنګين په چوغک سيمه کې هم د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د ده په وينا چې د وژل شوو طالبانو مړي او دوه کلاشينکوفونه د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې پوليسو اووه لار شکوونکي چې مسافر به يې لوټل، نيولي دي.

بلخوا سرحدي ځواکونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې ٢٣ تومانچې نيولې دي.

د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل پژواک اژانس ته وويل، يادې تومانچې په يوه کرولا موټر کې په ډېر مهارت ځاى پر ځاى شوې وې او ورسره په تړاو يو تن نيول شوى هم دى.

د ده په خبره چې يادې تومانچې له ګاونډي هېواد پاکستانه راغلې وې او انتقالوونکو غوښتل چې له پولې دېخوا د تخريبي اعمالو لپاره را واړوي چې د دوى له لوري ونيول شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.