غزني-ګردېز-ميدانښار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٣): په هېواد کې د ځينو امنيتي پېښو له امله لس وسله وال وژل شوي او ځيني يې ژوندي نيول شوي دي.
د غزني چارواکي وايي چې د ملي اردو له لوري په ګيرو او واغز ولسواليو کې د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګيرو ولسوالۍ د شيلې په سيمه کې څلور وسله وال طالبان په نښته کې وژلي شوي دي.
هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ د ولايت د مرکز اړوند په زيوچ سيمه کې درې وسله وال چې د ښار په نا امنيو کې يې لاس درلود، هم وژل شوي دي.
د سلطاني په وينا چې په دغه عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د زيوچ سيمې يو اوسېدونکى عبدالکبير وايي چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
دى وايي چې دوى هم د وسله والو له مرګ ژوبلې خبر شوي خو په دې اړه کره معلومات نه لري.
سلطاني دا هم وويل چې د وسله والو مخالفينو يو سرګروپ چې د کابل-کندهار پر لويه لاره يې له موټرو خلک ښکته کول او غلاوې يې کولې، د دوى د ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
وسله والو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي خو د دغه ولايت په نورو سيمو کې يې دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړى دى.
بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې نن سهار لس بجې د سيداباد ولسوالۍ اړوند سيمه کې يوه ساعت نښته شوې چې په ترڅ کې يې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه ټپيان دي.
د هغه په وينا، له مخالفينو يو سراچه موټر، وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
بلخوا د پکتيا د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د مرکز اړوند سيمو کې يې په بېلابېلا عملياتو کې درې وسله وال نيولي دي.
د ياد ولايت د امنيې قوماندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې تېره شپه يې د ګردېز اړوند د تېرې په سيمه کې يو تن له چسپکې ماينونو سره نيولی دی.
نوموړی وايي چې دغه کس ماينونه په ښار کې د امنيتي ځواکونو پر موټرو نښول او چاودنې يې ورکولې.
امنيه قوماندان دا هم وويل چې د ګردېز اړوند د بنوزيو په سيمه کې يې هم دوه تنه له يو کلاشينکوف سره نيولي چې په ورانګارو فعاليتونو کې يې برخه اخيسته.
اورياخېل وايي چې دغه کسان يې په يوه کور کې نيولي او له هغوی سره درې ملګري نور هم موجود وو خو له پوليسو په تېښته بريالي شوي دي.