لښکرګاه (پژواک ۳ لېندۍ ۹۳): په هلمند ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي، مافيايي کړۍ او وسله وال د سولې پروسې پر وړاندې ستر خنډونه دي.
دا څرګندونې د لېندۍ په ٣مه د هلمند سرپرست والي په لښکرګاه کې د سولې د دوه ورځني نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.
په نندارتون کې د معلولو انځورګرو له لوري سلګونه اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هلمند سرپرست والي تورن جنرال محمدنعيم خبريالانو ته وويل، د دغه نندارتون د پرانيستلو موخه د جګړې پر وړاندې مبارزه ده.
نوموړي وويل: ((دلته د سولې پروسې د ټکنيتوب لاملونه مافيايي کړۍ، د نشه يي توکو قاچاق، د وسله والو طالبانو له لوري د کانونو قاچاق او په خپله وسله وال دي.))
د هلمند د سولې شورا د دارالانشاء رييس انجنير محمد داود فرهنګ وويل چې دغه د سولې لپاره مثبت پيغامونه لري.
ده زياته کړه هغه ځوانانو چې د مالي امکاناتو لپاره جنګ کوي، د دغه نندارتون له لارې ورته ښکاره پيغام وړاندې کېږې چې راشي او په سوله کې کار وکړي.
فرهنګ وويل ، هڅه کوي هغه ځوانان راجلب کړي چې د وسله والو طالبانو په ليکو کې دي.
په کابل کې د معلولينو د اجتماعي مرکز استازي او د ياد نندارتون مسوول عبدالله پژواک ته وويل چې د دغه پروګرام مالي لګښت په کابل کې د برېتانيا سفارت ورکړى دى.
د ده په وينا، په ياد نندارتون کې ۴۰ تابلوګانې چې د جنګ سولې، امنيت او نور ورته انځورونه په کې وړاندي شوي دي، په ليدو سره يې د سولې پيغام تر خلکو لېږدول کېږي.
د هلمند پوهنتون يوه محصل حکمت الله پژواک ته وويل، دغه هنر له يوې خوا خلکو ته ښه پيغام وړاندې کوي او له بلې خوا ځوانان کار ته هڅوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP