کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٣): په کابل ښار کې د څه باندې ۱۸ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې لګښت يې په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد ورکوي.
نن په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې سرپرست وزير فاروق وردګ وويل، چې د دغه ښوونځي نوې ودانۍ په پنځمه ناحيه کې جوړيږي، چې ۲۰ درسي او اداري خونې او نورې لازمې ښوونيزې اسانتياوې به ولري.
ده زياته کړه، د ښوونځي د نوې ودانۍ جوړېدل شاوخوا يو کال وخت اخلي، چې په بشپړېدو سره به يې نږدې ۱۶۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدريسي چاپېريال برابر شي.
د هغه په وينا، پردې ښوونځي ۱۸،۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په افغانستان کې د امريکا د پخواني سفير زلمي خليلزاد له خوا ورکول کېږي او دا په کابل ښار کې د ښوونځيو د جوړېدو يوه لويه ساختماني پروژه ده.
په دې غونډه کې خليلزاد وويل، د افغانستان پرمختګ او ټيکاو په مسلکي او پرمختللي ښوونيز نظام پورې تړلی دی.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کابل ښار اړوند په ۶۱۷ ښوونيزو موسسو کې، چې ۳۱۹ هغه يې خصوصي دي، څه باندې يو ميليون او ۴۶زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP