ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل کې د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
24 Nov 2014 - 18:05
کابل کې د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
24 Nov 2014 - 18:05

کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٣): په کابل ښار کې د څه باندې ۱۸ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې لګښت يې په افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد ورکوي.

نن په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې سرپرست وزير فاروق وردګ وويل، چې د دغه ښوونځي نوې ودانۍ په پنځمه ناحيه کې جوړيږي، چې ۲۰  درسي او اداري خونې او نورې   لازمې ښوونيزې اسانتياوې به ولري.

ده زياته کړه، د ښوونځي د نوې ودانۍ جوړېدل شاوخوا يو کال وخت اخلي، چې په بشپړېدو سره به يې نږدې ۱۶۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې خوندي تدريسي چاپېريال برابر شي.

د هغه په وينا، پردې ښوونځي ۱۸،۸ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې  په افغانستان کې د امريکا د پخواني سفير زلمي خليلزاد له خوا ورکول کېږي او دا په کابل ښار کې د ښوونځيو د جوړېدو يوه لويه ساختماني پروژه ده.

په دې غونډه کې خليلزاد وويل، د افغانستان پرمختګ او ټيکاو په مسلکي او پرمختللي ښوونيز نظام پورې تړلی دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کابل ښار اړوند په ۶۱۷ ښوونيزو موسسو کې، چې ۳۱۹ هغه يې خصوصي دي، څه باندې يو ميليون او ۴۶زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.