Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لښکرګاه (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۳): د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په ګرشک  ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په يوه هوايې بريد کې د دولت اووه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ګرشک امنيه قوماندان سمونوال عمرجان حقمل د لېندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ايساف ځواکونو دغه هوايي بريد تېره ورځ د وسله والو پر يوه پټنځاى کړى  و.

هغه زياته کړه چې دغه بريد د مهاجر بازار په سيمه کې شوی چې پر مهال يې د دولت اووه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو  کې د وسله والو يو مهم قوماندان روح الله اغا هم شامل و چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې په ياده سيمه کې فعاليت کاوه.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې هوايي بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په ګرشک ولسوالۍ کې يو ملي سوداګر د تښوونکو له بنده خوشى شوى دى.

حکمت الله حقمل وايي چې يوه ډله تښتوونکو پرون سهار د ولسوالۍ يو سوداګر حاجي سردار محمد تښتولى و.

هغه زياته کړه‌ چې پوليسو د دغه سوداګر د خلاصون په موخه عمليات ترسره کړل او تر دوو ساعتونو وروسته يې د  ده ادم خان په سيمه کې ياد سوداګر خوشى او د تښتونې په تړاو يې دوه کسان له دوه ميله وسلو سره نيولي دي.

د تښتوونکو له بنده را خلاص شوي سوداګر حاجي سردار پژواک اژانس ته  وويل چې تېره  ورځ  يې په داسې حال کې وتښتاوه چې  له خپل کوره جومات ته د سهار د لمانځه لپاره روان و.

هغه زياته کړه چې تښتوونکو د پيسو لپاره تښتولى و.

حاجي سردار د پوليسو د پر وخت اقدام ستاينه او له هغوى يې مننه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.