ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سنګين کې ١٢ وسله وال طالبان او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي

سنګين کې ١٢ وسله وال طالبان او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي

author avatar
29 Nov 2014 - 11:50
سنګين کې ١٢ وسله وال طالبان او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي
author avatar
29 Nov 2014 - 11:50

لښکرګاه (پژواک  ٨ لېندۍ ۹۳): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو په جګړه کې تراوسه د ملي اردو پنځه سرتېري او ١٢ طالبان وژل شوي دي.

د ۲۱۵ميوند قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال حيات الله اقتاش وايي، دا جګړه تېره شپه د يادې ولسوالۍ بازار ته څېرمه پيل شوې او تراوسه روانه ده.

هغه وويل، چې په دې جګړه کې د ملي اردو پنځه سرتېري او١٢وسله وال وژل شوي ، خو ښايي د تلفاتو شمېر تر دې ډېر شي.

د ملي اردو يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، د ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ګډو ځواکونو پوستې دي او تېره شپه پرې لسګونو وسله والو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

سرچينه زياتوي، تراوسه د ملي اردو ١٢سرتېري وژل شوي او جګړه د ولسوالۍ بازار ته څېرمه د مجيد چوک په سيمه کې روانه ده.

د يادې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي او قومي مشرحاجي عليشاه خان پژواک ته وويل، د سنګين بازار ته څېر تېره شپه ١٢ بجې جګړه پيل شوې او تراوسه روانه ده.

هغه وويل چې په دې جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په جګړه کې ښکېلې غاړې مرګ ژوبله لري.

ده وويل چې طالبانو د ملي اردو دوه سرتېري اسيران کړي، خو چارواکو تراوسه دا خبره نه ده تاييد کړې.

طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، په سنګين ولسوالۍ کې يې د جګړې پر مهال  د ملي اردو١٤ سرتېري وژلي دي.

په سنګين کې له جګړې سره هم مهاله د هلمند په بلې ولسوالۍ واشېر کې هم وسله والو طالبانو د ښوارب پر پوځي اډه بريد کړى او هلته هم جګړه روانه ده.

ولايتي چارواکو په دې جګړه کې د ملي اردو د پنځو سرتېرو او ٢٧ طالبانو د وژل کېدو پخلى کړى دى.

د ښوراب پوځې اډه افغان سرتېرو ته سپارل شوې ، خو لا هم په کې بهرني پوځيان  له افغان سرتېرو سره يو ځاى مېشت دي.

د دې خبر نور جزييات به وروسته خپاره شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.