چاريکار (پژواک، ٩ لړم ٩٣): د پروان د کوه صافي ولسوالۍ اوسېدونکي د سړک له خرابوالي سر ټکوي او وايي چې د پروان د نورو سيمو په پرتله په کوه صافي کې د ښوونځيو ودانيزو چارو ته هم لږ پاملرنه کېږي.
دغه کسان وايي چې د دغه ولايت د بګرام ولسوالۍ له باريکاب سيمې د کوه صافي تر مرکزه ٣٠ کيلومتره سړک شاوخوا پنځه کاله مخکې جوړ او قير پرې واچول شول، خو اوس تخريب شوى او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
سردار اقا چې پر دغه لين سراچه موټر چلوي وايي: “دا سړک سم نه و جوړ شوى، ژر بېرته خراب شو، کندې په کې جوړې دي، خلک يې له ستونزو سره مخ کړي، موټر عوارض پرې کوي، له دې حالت نه خو چې خامه واى ښه و.”
د کوه صافي د “ډنډر” سيمې اوسېدونکى نقيب الله هم له دې ستونزې شکايت کوي او وايي چې د دغه سړک په جوړولو کې هرو مرو اختلاس شوى؛ ځکه چې د کيفيت د ټيټوالي له امله ژر تخريب شو.
هغه وايي: “د کندو او دوړو له امله اوس پر دې سړک تګ راتګ له ستونزو سره مل وي، هيله مې دا ده چې حکومتي چارواکي د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.”
د کوه صافي ولسوال سيف الله بېدار هم وايي چې دغه سړک بېرته تخريب شوى دى.
هغه وويل چې ده دغه ستونزه له اړوندو ولايتي چارواکو سره شريکه کړې او هغوى ژمنه کړې چې د بوديجې د پيدا کېدو په صورت کې به د دغه سړک د بيارغونې کار پيل کړي.
د پروان ولايت د فوايد عامې رياست مشر انجنير احمد فريد وايي چې ياد سړک يو خصوصي شرکت د امريکا د ولايتي بيارغونې ډلې په مرسته جوړ کړى خو کيفيت يې داسې و چې تر پنځو کلونو ډېر وخت يې دوام نه شو کولاى.
د هغه په وينا، د فوايد عامې وزارت ويلي چې د راتلونکي کال په بوديجه کې د دغه سړک د بيارغونې لپاره پيسې په پام کې نيول شوې دي.
دغه راز د کوه صافي اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.
د کوه صافي د مرکز اوسېدونکى او قومي مشر عبدالوکيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې اړوند چارواکي د دې ولسوالۍ د ښوونځيو د ودانيو جوړښت ته اړينه پاملرنه نه کوي.
هغه وويل چې د پروان د نورو ولسواليو ډېر ښوونځي ودانۍ لري او بايد چارواکي د کوه صافي “د غريبو او بېچاره خلکو” د ستونزو حل ته هم پاملرنه وکړي او ښوونځيو ته يې ودانۍ جوړې کړي.
په کوه صافي کې د “پچه خاک” سيمې د لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى بريالى هم ورته ستونزې يادوې.
هغه وايي، ښوونځى يې تر خېمو لاندې فعاليت کوي چې له امله يې زده کوونکي او ښوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د ده په وينا، ښوونځى يې په باراني ورځو کې بايد رخصت وي؛ ځکه چې خېمې څاڅي او د درس لوستل په کې ناشونى کېږي.
دى هم خپل او د دې ولسوالۍ نورو ښوونځيو ته د ودانيو د جوړښت غوښتنه کوي.
د پروان د پوهنې رياست د مالي او اداري چارو مرستيال نظام الدين رحيمي هم مني چې د پروان د نورو ولسواليو په پرتله په کوه صافي کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.
هغه د بېلګې په توګه وايي، د پروان په سيدخېلو کې له ٢٣ ښوونځيو ٧، په سالنګ کې له ٢٥ ښوونځيو پنځه او په جبل السراجې کې له ٣٣ ښوونځيو ١٧ يې ودانۍ نه لري، خو په کوه صافي کې ټول ٦٢ ښوونځي دي چې ١٧ يې خپلې ودانۍ لري او پاتې نور په ازاده فضا، خېمو او يا هم کرايي خونو کې فعاليت کوي.
رحيمي په کوه صافي کې د نورو ولسواليو په پرتله د ډېرو نوو ښوونځيو رامنځته کېدل او په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې د دې لامل بولي چې هلته د نورو په پرتله ډېر ښوونځي تر اوسه ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، يواځې سږ کال په کوه صافي کې نهه نوي ښوونځي منظور او پر فعاليت يې پيل کړى؛ په داسې حا ل کې چې په نورو ولسواليو کې څلور يا پنځه نوي ښوونځي جوړ شوي دي.
دى وايي چې په کوه صافي کې د امنيتي ستونزو له امله مرسته کوونکې سرچينې هلته د ښوونځيو د ودانيو جوړولو ته زړه نه ښه کوي.
خو هغه وويل چې بيا هم د پوهنې چارواکي هڅې کوي تر څو په کوه صافي کې د ښوونځيو د ودانيو جوړولو لپاره اړين امکانات برابر کړي.
په تېرو شاوخوا ١٣ کلونو کې د هېواد په مرکز او ولاياتو کې ګڼ شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده، خو بيا هم تر اوسه د هېواد په کچه پنځوس سلنه ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې کال پر کال په هېواد کې نوي ښوونځي فعاليت پيلوي او د ښوونځيو شمېر لوړېږي.
په ١٣٨١ کال کې په ټول هېواد کې ٤٥٠٠ ښوونځي وو، خو اوس يې شمېر ١٦٥٠٠ ته رسېدلى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP