کلات ( پژواک ٩ لېندۍ ٩٣) : د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د هوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن ٢ بجې د يادې ولسوالۍ د لالي په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
فراهي وويل، چې وسله والو طالبانو په ياد سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى او د بريد په ترڅ کې يې يوه د هوان مرمۍ په کلي کې لګېدلې ده.
هغه د وژل شوو کسانو شمېر درې او د ټپيانو دوه تنه ښيي ، خو د کلات روغتون رييس ډاکټر لعل محد پژواک ته وويل ، چې له يادې پېښې درې مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي.
ده وويل چې د پېښې په قربانيانو کې ماشومان هم شته او د ټپيان روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دى.
د لالي د کلي اوسېدونکي نعمت الله وويل، چې د هوان مرمۍ د کلي جومات خواته لګېدلې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
هغه وويل، ښايي دا مرمۍ د سيمه ييزو پوليسو له لوري توغول شوې وي ، خو د امنيت امر وايي چې په ياده ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس هوان نه لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP