ژبه

زابل کې درې ملکي وګړي وژل شوي

کلات ( پژواک ٩ لېندۍ ٩٣) : د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د هوان مرمۍ د لګېدو له امله  درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن ٢ بجې د يادې ولسوالۍ د لالي په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

فراهي وويل، چې وسله والو طالبانو په ياد سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى او د بريد په ترڅ کې يې يوه د هوان مرمۍ په کلي کې لګېدلې ده.

هغه د وژل شوو کسانو شمېر درې او د ټپيانو دوه تنه ښيي ، خو د کلات روغتون رييس ډاکټر لعل محد پژواک ته وويل ، چې له يادې پېښې درې مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي.

ده وويل چې د پېښې په قربانيانو کې ماشومان هم شته او د ټپيان روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ نه دى.

د لالي د کلي اوسېدونکي نعمت الله وويل، چې د هوان مرمۍ د کلي   جومات خواته لګېدلې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

هغه وويل، ښايي دا مرمۍ د سيمه ييزو پوليسو له لوري توغول شوې وي ، خو د امنيت امر وايي چې په ياده ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس هوان نه لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.