ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرزادو کې د بې پيلوټه الوتکې بريد اته وسله وال وژلي

شېرزادو کې د بې پيلوټه الوتکې بريد اته وسله وال وژلي

author avatar
1 Dec 2014 - 15:54
شېرزادو کې د بې پيلوټه الوتکې بريد اته وسله وال وژلي
author avatar
1 Dec 2014 - 15:54

جلال اباد ( پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣ ) : چارواکي وايي  چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د لېندۍ په ١٠مه‌، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يوه بجه بهرنيو ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ په سورکوټ سيمه کې هوايي بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې د وسله والو مخالفينو مشهور قوماندان زرقاوي له  خپلو اوو ملګرو سره يو ځاى وژل شوى دى.

دى وايي، چې له وژل شويو کسانو سره يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم موجودې وې ، چې ټولې له منځه تللې دي.

مشرقيوال زياته کړه ، چې په دې بريد کې عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سيمې يوه اوسېدونکي قاري ثاقب پژواک اژانس ته وويل چې د سور کوټ په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړى چې نهه وسله وال يې وژلي دي.

دى وايي چې په ياد بريد کې د يوه کور يوه کوټه هم سوځېدلې ده.

د ياد بريد په اړه وسله والو مخالفينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ياده دې وي چې څو ورځې مخکې هم د ننګرهار په شېرزادو کې د دغې ولسوالۍ لپاره  د وسله والو له لوري نومول شوى ولسوال له خپلو يو شمېر ملګرو سره د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

د يوه بل خبر له مخې، د لغمان ولايت امنيتي مسوولينو د لسګونو کيلو ګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړى دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې ملي امنيت د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې تېره ورځ له يوه ډاټسن موټر څخه ٨٤ کيلو ګرامه ترياک ترلاسه کړي او ورسره د تړاو په تور يې  يو تن نيولى دى.

سرچينې که څه هم دا نه دي ويلي، چې ياد توکي يې چېرته ترلاسه کړي، خو زياته کړې يې ده  چې نيول شوى تن قاري وزير نومېږي ، د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکى دى  او د وسله والو د يوې ډلې سرګروپ هم دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.