جلال اباد ( پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي ، چې په دغه ولايت کې د ايډز ٧٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کاموال د لېندۍ په ١٠مه، په جلال اباد ښار کې د ايډز د نړېوالې ورځې په مناسبت په يوه جوړه شوې غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په
دغه ولايت کې تر دې مهاله شاوخوا ٧٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
هغه زياته کړه، چې له يادو پېښو څخه يې ٩ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٣٦ تنه يې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
دى وايي، په ايډز اخته شوي يو شمېر کسان له هېواده بهر او يا هم يو شمېر نورو ولايتونو ته تللي دي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم د يادې شمېرې په زياتېدو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د ايډز په مخنيوي کې بايد ټول هېوادوال ونډه واخلي.
هغه چې يادې غونډې ته وينا کوله، ايډز د نړۍ په کچه په ګڼو هېوادونو کې موجوده ناروغي وبلله خو زياته يې کړه، چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې هم زياته شوې چې د خواشنيۍ ځاى دى.
د ده په خبره ، چې بايد ملا امامان او رسنۍ دغې ناروغۍ پر ضد تبليغات وکړي او هغه عوامل روښانه کړي له کومو چې ايډز پېدا کيږي.
د ايډز ناروغي د يوه ويروس له امله منځ ته راځي چي د HIV په نوم ياديږي .
دغه ناروغي د نامشروعه جنسي اړيکو او د پيچکارۍ په وسيله د وينې له لارې له يوه انسان څخه بل ته لېږدول کېږي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن