ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځ  زون ٢٣٤زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د ختيځ زون ٢٣٤زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي

author avatar
3 Dec 2014 - 17:26
د ختيځ  زون ٢٣٤زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي
author avatar
3 Dec 2014 - 17:26

جلال اباد (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٣‌): د ملګرو ملتونو د يونيسف اداره وايي چې په ختيځ زون کې ٢٣٤زره ماشومان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري او  ١٢٥٠٠ نور له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ګوزڼ له واکسين بې برخې شوي دي.

دغه څرګندونې په ختيځ کې د يونيسف ادارې استازي محمدابراهيم نن د دې ادارې د تېرو پنځو کلونو د کار ارزونې په غونډه کې چې د ګڼو دولتي ادارو رييسانو په  کې ګډون کړى و پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د نوموړي په خبره چې په تېرو پنځو کلونو کې که څه هم د يونيسف ادارې په ډېرى سيمو کې کارونه ترسره کړي، خو لا هم په ختيځه سيمه کې ٢٣٤زره ماشومان د ښوونځي له سوري بې برخې دي.

د هغه په وينا، د ختيځ زون په ډېرو برخو کې د وسله والو مخالفينو شتون، جګړې او نا امنۍ د دې لامل شوې چې ماشومان له زده کړو پاتې شي.

دى وايي چې په ختيځه سيمه کې سلګونه ماشومان لا هم درانه کارونه کوي او کورنۍ يې له فقر سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((اوس هم په کليو او بانډو کې موږ صحي اوبو ته لاسرسى نه لرو او نه هم صحي بيت الخلاوې شته.))

د نوموړي په خبره چې د دوى موخه هم له نننۍ غونډې څخه همدا وه چې څه ډول کولى شي چې خپل پروګرامونه داسې جوړ کړي تر څو ستونزې حل شي.

د ننګرهار د اقتصاد رييس سميع الله نصرت پژواک اژانس ته وويل چې نننى کنفرانس چې د يونيسف ادارې او ننګرهار د اقتصاد رياست له خوا په شريکه جوړ شوى و، هدف يې د يونيسف ادارې د تېرو پنځو کلونو ارزونه او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره نوي وړانديزونه وو.

د هغه په وينا، يونيسف ادارې په ختيځ زون کې په روغتيا، پوهنې، کار اوټولينزو چارو په برخو کې همکاري کړې چې چارې يې د ستاينې وړ دي.

نوموړي وويل: ((اوس به د ٢٠١٥ کال لپاره چې کومې اړتياوې لرو، بايد يونيسف اداره په کې له موږ سره مرسته وکړي نن به پرې خبرې وکړو.))

د ده په خبره چې دوى ډېرى ستونزې په معارف او صحت کې لري او دوى به هڅه کوي چې داسې پروګرامونه طرحه کړي چې موجوده ستونزې حل کړي.

د کونړ د عامې روغتيا د واکسين د برخې مشر محمداسحاق پژواک اژانس ته وويل چې د کونړ ولايت په شپږو ولسواليو کې له دوولس زره زيات ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي.

دى وايي چې د وسله والو شتون، د يو شمېر هغو علماوو تبليغات چې د واکسين مخالفت کوي او د هغو مهاجرينو راتګ دى چې په لوى لاس د واکسين مخالفت کوي هغه ستونزې دي چې د حل لپاره يې بايد کار وشي.

ده زياته کړه: ((په کونړ کې چې کوم علماء د شيخ امين له مدرسې چې فارغ شوي او له پاکستانه چې څوک راغلي د واکسين مخالفت کوي.))

په ختيځ کې د حقوق بشر د ماشومانو د څانګې مشر غلام حسين بېوس پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار ولايت په سرحدي ښارګوټي کې سلګونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.

د ده په خبره چې د سره رود  د خښتو په ٦٤ بټيو کې ګڼ ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي چې ډېرى يې د سخت فقر ښکار شوي دي.

دى وايي: ((زموږ د تعليم زمينه برابره ده، خو له بده مرغه فقر او غربت هغه څه دي چې ګڼ ماشومان يې له زده کړو بې برخې کړي دي))

د نورستان د کار او ټولنيزو چارو د اجتماعي امورو کارکوونکى شېرعالم چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه پژواک ته وويل چې د نورستان د مرکز پارون سربيره په ټولو ولسواليو کې پر ماشومانو شاقه او درانه کارونه کېږي چې دوى يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.