ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سياسي او ټولنيزې بې باورۍ په هېواد کې د جګړو لامل دي”

“سياسي او ټولنيزې بې باورۍ په هېواد کې د جګړو لامل دي”

author avatar
3 Dec 2014 - 16:45
“سياسي او ټولنيزې بې باورۍ په هېواد کې د جګړو لامل دي”
author avatar
3 Dec 2014 - 16:45

جلال اباد (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٣): په هېواد کې د تېرو څو لسيزو جګړو تر ټولو ستر لامل د افغانانو تر خپل منځ بې اعتمادي وه.

دغه څرګندونې نن په ننګرهار کې د اطلاعات او فرهنګ رياست له لوري په جوړه شوې فرهنګي جرګه کې د جرګې ګډونوالو وکړې.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس اورنګ صميم پژواک خبري اژانس ته وويل چې نننۍ فرهنګي جرګه چې د اطلاعات او فرهنګ رياست په تخنيکي او مالي مرسته جوړه شوې وه، موخه يې په ټولنه کې د بې اعتمادۍ ختمولو لپاره مبارزه ده.

نوموړي زياته کړه چې په فرهنګي جرګه کې يې پر دې بحث وکړ چې ولې بې اعتمادي موجوده ده او د دې بې اعتمادۍ د له منځه وړو لپاره څه کولى شو.

دى وايي چې په هېواد سياسي او ټولنيزې بې اعتمادۍ د دې لامل شوې چې جګړه وشي او د پرمختګ مخه ونيسي.

نوموړي وويل: ((هغه افغانان چې لا هم له هېواده بهر دي او بې اعتمادي يې د دې لامل شوى چې اوس نه راځي هغوى هم پر دې پوه کړو چې نور د بې اعتمادۍ فضاء ختمه کړو.))

د ده په خبره چې دغه پروګرام به لومړى په ولايتي او بيا د هېواد په کچه پراخوالى ومومي او د اعتماد د فرهنګ عامېدو ته به کار کوي.

د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين پژواک اژانس ته وويل، که چېرې په هېواد کې ټول هېوادوالو پر ځان، پر ټولنې او نورو اعتماد ولري نو د ستونزو کچه به راکمه شي.

دى وايي: ((اعتماد د سولې پيغام له ځان سره لري او بايد موږ دغه پيغام په ننګرهار کې نه، بلکې ټول هېواد ته ورسوو.))

والي وويل: ((په ټولنه کې له بې اعتمادۍ ګڼې ستونزې را ولاړې شوې خو کله چې اعتماد رامنځته شوى ستونزې هوارې شوې دي.))

نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ که چېرې غواړي ستونزې راکمې کړي نو لومړى دې پر ځان او بيا دې پر ټولنه اعتماد او باور پيدا کړي.

په ننګرهار کې د ipso ادارې مشر بصير فيصلي پژواک اژانس ته وويل چې له فرهنګي جرګو يې يواځېنۍ موخه همدا ده چې څنګه کولى شي په ټولنه کې بد فرهنګونه چې رواج يې موندلى له منځه يوسي.

ياده دې وي چې په ننګرهار کې له دې وړاندې هم يو شمېر فرهنګي غونډې ترسره شوې چې د بېلابېلو بدو رواجونو پر وړاندې يې د مبارزې غږ پورته کړى دى.

ipso  يوه الماني نړيواله اداره ده چې د فرهنګ د ودې په برخه کې فعاليت کوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.