ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د دوو ښځو او يوه ماشوم مړي موندل شوي

هلمند کې د دوو ښځو او يوه ماشوم مړي موندل شوي

author avatar
3 Dec 2014 - 12:01
هلمند کې د دوو ښځو او يوه ماشوم مړي موندل شوي
author avatar
3 Dec 2014 - 12:01

لښکرګاه( پژواک ۱۲لېندۍ ۹۳): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پوليسو د هغو دوو ښځو او يوه ماشوم مړي  موندلي، چې کابو يوه مياشت مخکې لا درکه  شوي وو.

د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن توريالي روهي پژواک خبري اژانس ته وويل که  څه هم د وژل شوو ښځو کورنيو دوى ته معلومات نه و ورکړي، خو تېره ورځ ناوخته پوليسو د هغوى مړي موندلي دي.

د ده په وينا، د وژل شوو مېرمنو له ډلې يوه يې ۵۰ کلنه، بله ۳۰ کلنه ده او د ماشوم عمر تر درېيو کلونو  پورې دى چې مړي يې کورنيو ته وسپارل شول.

د ده په وينا، د پېښې په تور تر دې دمه دوه تنه نيول شوي، خو د پېښې د څرنګوالي او نيول شوو د هويت په تړاو يې څه و نه ويل.

خو د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل، پوليسو د ژړ په نوم يو تن د همدې پېښې په تور نيولى چې سيمه ييز  پوليس دى او پېښه  د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې .

تراوسه نه دي ويل شوي ، چې وژل شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي او که نه ، خو پوليس وايي چې په دې تړاو به تر څېړنو وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.