لښکرګاه (پژواک ۱۳لېندۍ۹۳) : د هلمند د ګرشک ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د شته نا امنيو او د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له امله لس ښوونځي بند دي.
د ګرشک ولسوال محمد فهيم موسی زي پژواک خبري اژانس سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې که څه هم د روزنې بهير يې د نورو ولسواليو په پرتله ښه دى، خو زياتوي چې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له امله لس ښوونځي بند دي.
هغه زياته کړه، دوى هڅه کوي چې د ولسوالۍ په ټولو سيمو کې د زده کوونکو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي .
نوموړي په دې برخه کې له خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
د ولسوال په خبره ، عام ولس هم په وار وار له دوی څخه په اړونده برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کړې او دې ته چمتو دي، چې په خپلو سيموکې ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.
د ګرشک ولسوالۍ د پوهنې مدير حاجي عبدالحميدپژواک ته وويل چې دوی په تشکيل کې ۳۶ ښوونځي لري، چې د نا امنيو له امله يې لس ښوونځي بند او ٢٦ يې فعال دي.
د هغه په وينا، په فعالو ښوونځيو کې ٢٠ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ، چې شپږ زره او ٥٠٠ يې نجونې دي.
د پوهنې مدير که څه هم په څرګند ډول ونه ويل چې د زده کړې پر وړاندې څوک ستونزې جوړوي، خو زياته يې کړه، چې ډېری ښوونځي يې په هغو سيموکې بنددي چې هر ورځ په کې د دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړې وي.
د پوهنې مدير وويل چې په ټوله ولسوالۍ کې يې ۱۶ ښوونځي ودانۍ لري او د پاتې ښوونځيو زده کوونکي په شخصي کورونو او جوماتونوکې زده کړه کوي .
نوموړي د مسلکي استادانو د نه شتون ستونزه هم ياده کړه خو زياته يې کړه، چې ياده ستونزه هوارولی شي او يواځينۍ ستونزه يې نا امني ده.
د ګرشک ولسوالۍ د ابوالفتح لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي شهزاده پژواک ته وويل چې دوى د پوهنې په برخه کې کومه ستونزه نه لري، ښوونکي لري، ښوونځي يې خلاصې دي او د زده کړې بهير يې په ښه توګه روان دى.
خو د مرکزي لېسې زده کوونکى سميع الله بيا د کتابونو او مسلکي ښوونکو نه شتون لويه ستونزه ګڼي .
د هلمند د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد ناصر مير پژواک ته وويل چې طالبان په ښکاره د ښوونځي په اړه ګواښ نه کوي، ناامني،د خلکو نه علاقه او د امکاناتو نه شتون د پوهنې پر وړاندې دلته ستر خنډونه دي .
ده زياته کړه چې دوی اوس له ګرشک سربېره د مرکز لښکرګاه اړونده سيمو کې هم لس بند ښوونځي لري.
د هلمند د پوهنې چارواکي وايي چې په دې ولايت کې ۳۸۳ ښوونځي لري ، ۲۶۰ پرانيستي دي، چې۱۸۰ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن