لښکرګاه (پژواک، ۱۶لېندۍ ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې پر مهال يو طالب قوماندان او پنځه ملي پوليس وژل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مهردل د لېندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى و.
مهردل زياتوي چې په نښته کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور د جګړې پر مهال يوې بلې پوستې ته تېښتېدلي دي.
نوموړي وويل، په همدې نښته کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان شفيق هم وژل شوی او څلور نور طالبان ټپيان شوي دي.
د مارجې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې پر يادې پوسته له تېرو دوو ورځو راهيسې وخت ناوخته بريدونه کېدل خو د نورو پوليسو مرسته نه ور رسېده.
سرچينه وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال يو پوليس له ځان سره بيولى خو د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان دا خبره رد کړه.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چې د مارجې د ترخه ناور په سيمه کې يې پر يوه پوسته د بريد په ترڅ کې شپږ پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې له ځان سره وړې دي.
احمدي په دې جګړه کې د طالب قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP