ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مارجه کې پنځه پوليس او يو طالب قوماندان وژل شوي

په مارجه کې پنځه پوليس او يو طالب قوماندان وژل شوي

author avatar
7 Dec 2014 - 11:34
په مارجه کې پنځه پوليس او يو طالب قوماندان وژل شوي
author avatar
7 Dec 2014 - 11:34

لښکرګاه (پژواک، ۱۶لېندۍ ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې پر مهال يو طالب قوماندان او پنځه ملي پوليس وژل شوي دي.

د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مهردل د لېندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى و.

مهردل زياتوي چې په نښته کې  پنځه  پوليس وژل شوي او  دوه نور د جګړې پر مهال يوې بلې پوستې ته تېښتېدلي دي.

نوموړي وويل، په همدې نښته کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان شفيق هم وژل شوی او څلور نور طالبان  ټپيان  شوي دي.

د مارجې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې پر يادې پوسته له تېرو دوو ورځو راهيسې وخت ناوخته بريدونه کېدل خو د نورو پوليسو مرسته نه ور رسېده.

سرچينه وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې پر مهال يو پوليس له ځان سره بيولى خو د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان دا خبره رد کړه.

بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چې د مارجې د ترخه ناور په سيمه کې يې پر يوه پوسته د بريد په ترڅ کې شپږ پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې له ځان سره وړې دي.

احمدي په دې جګړه کې د طالب قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.