ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو په ګڼو عملياتو کې تر١٤٠٠ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي

د ملي اردو په ګڼو عملياتو کې تر١٤٠٠ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي

author avatar
8 Dec 2014 - 19:06
د ملي اردو په ګڼو عملياتو کې تر١٤٠٠ زيات وسله وال مخالفين وژل شوي
author avatar
8 Dec 2014 - 19:06

جلال اباد (پژواک ۱۷ ليندۍ ۹۳): په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو چارواکي وايي، په تېرو نهو مياشتو کې يې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې سلګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختيځو ولايتونو کې د ملي اردو د ۲۰۱سېلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر له لوري د ليندۍ په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې، د دغې قول اردو د قوماندان له خولې ليکل شوي، چې د ملي اردو ځواکونو د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې په اووه ولايتونو کې، چې د دغو ځواکونو د مسووليت سيمې دي، تر سلو زيات محاربوي عملياتونه ترسره کړي دي.

سرچينې د جنرال زمان وزيري له خولې ليکلي، چې په دې عملياتو کې ۱۴۷۴ د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، ۷۱۹ټپيان شوي او دغه راز ۶۹۳تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

سرچينې دا هم ويلي، چې په دغو عملياتو کې ۳۷۵ميله بېلابېلې وسلې ترلاسه شوي او د وسلو، مهماتو او نشه يي توکو لسګونه زېرمې او فابريکې له منځه وړل شوې دي.

په ياده خبرپاڼه کې د ۲۰۱سېلاب قول اردو د قوماندان له خولې ليکل شوي، چې په ۷ ولايتونو کې، چې ‌ډېری يې د هېواد په ختيځ او شمال ختيځ کې دي، د دولت د وسله والو مخالفينو د ۲۷۵ وسله والو بريدونو او بمي چاودنو مخه نيول شوې ده.

خو سرچينې په تېرو نهو مياشتو کې د ملي اردو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان دا څرګندونې، دغې قول اردو ته د امريکا د دفاع وزير چک هېګل د سفر پرمهال کړې دي.

جنرال زمان وزيري په دې خبرپاڼه کې ويلي، د امريکا دفاع وزير ډاډ ورکړی، چې د ده تر امر لاندې د قول اردو ځواکونه به پر درنو وسلو او انجنيري وسايلو سمبال او دغه راز به ورسره د عملياتو پرمهال خپلو هوايي مرستو ته دوام ورکړي.

د امريکا دفاع وزيرچک هېګل، داسې مهال افغان امنيتي ځواکونو ته د مرستې ډاډ ورکوي، چې د دفاع وزير په توګه يې دنده پای ته رسېدلې ده .

د يادونې ده، چې د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د ملي اردو ځواکونو د دې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.