لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۹۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې مېرمنې مړى په داسې حال کې چې پر مخ يې تېزاب شيندل شوي، موندل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل دغه مړى يې تېره ورځ د مرکز اړوند د بشران په سيمه کې په يو کنډواله کور کې موندلى دى.
د عبيد په وينا چې تر اوسه د وژل شوې مېرمنې هويت او خپلوان نه دي پېژندل شوي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي، څو د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات پيدا کړي.
په لښکرګاه کې د بست روغتون رييس ډاکټر نثاراحمد بارک پژواک ته وويل، وژل شوې ښځه شاوخوا ١٧ کلنه او اميدواره هم وه.
نوموړي وويل، له نښو داسې ښکاري چې ياده مېرمن پر چاقوګانو وهل شوې، تېزاب يې پر مخ شيندل شوي او د بدن پر ځينو برخو سوځول شوې هم ده.
نوموړي وويل چې تر اوسه د دغه مړي پوښتنه چا نه ده کړې او نه يې هم کورنۍ معلومه شوې ده.
په لښکرګاه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس بلال احمد صديقي پژواک اژانس ته وويل دغه ډول تاوتريخوالي ته نه شريعت او نه هم بشريت اجازه ورکوي.
ده وويل چې دا پېښه په کلکه غندي او له اړوند ارګانونو د پېښې د عاملينو د موندلو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.
نوموړي زياته کړه چې ياده مېرمن کېداى شي د خپلې کورنۍ له خوا وژل شوې وي؛ ځکه يې تر اوسه چا د جسد پوښتنه نه ده کړې او نه يې هم پوليسو په اړه معلومات پيداکړي دي.
نوموړي وويل، په ياده پېښه کې دوه قتله شوي؛ ځکه ډاکټرانو تر کتنو وروسته دا ثابته کړې چې وژل شوې مېرمن حامله وه.
صديقي زياته کړه، په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ۳۰ سلنه ډېرې شوې دي.
هغه وويل تېر کال يې د تاوتريخوالي۳۳۰ پېښې ثبت کړي او سږ کال تر دې مهاله ۲۵۲ پېښې دوى ته ورغلې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن