ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي : په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه  وليکل شي

لاريون کوونکي : په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه وليکل شي

author avatar
9 Dec 2014 - 16:42
لاريون کوونکي : په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه  وليکل شي
author avatar
9 Dec 2014 - 16:42

جلال اباد ( پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلينو  د هويت په تذکرو کې د افغان کلمې نه شتون په کلکو ټکو وغانده او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه ځاى کړي.

ولسي جرګې د برېښنايي تذکرو قانون له يوه کال جنجالونو وروسته تصويب کړ او د ولسمشر له خوا تېره اونۍ په داسې  حال کې توشيح شو، چې د افغان کلمه ترې ويستل شوې وه، دغه کار د يو شمېر خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د ننګرهار پوهنتون شاوخوا زر تنو محصلينو د ليندۍ په ١٨مه، په دې اړه لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل- جلال اباد لويه لار تړلې وه .

دوى له ولسمشر ډاکټر اشرف غني څخه غوښتنه کوله چې د هويت په برېښنايي تذکرو کې دې د افغان کلمه ځاى پر ځاى کړي او که چېرې دا کار ونه کړي ، نو دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د پوهنتون يوه محصل سميع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى به هېڅکله داسې تذکره تر لاسه نه کړي کومه چې د دوى د هويت ښکارندوي ونه کړي.

نوموړي زياته کړ ه: ((بې هويته تذکره موږ نه اخلو، په هېڅ صورت دغه کار نه منو او غندو يې  هم .))

د ده په خبره ، چې مشران بايد دغه موضوع جدي تعقيب کړي او که چېرې د تذکرو وېش همداسې پيل شي، نو دوى به لاريونونو ته دوام ورکړي.

يوه بل لاريوون کوونکي خليل الله هم پژواک  ته وويل ، ولسمشر که چېرې د دوى غوښتنې په پام کې ونه نيسي، نو دوى به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وينا، په برېښنايي تذکرو کې بايد د افغان کلمه ځاى شي او که چېرې دا کار ونه  شو، نو له حکومت سره به پرېکون اعلان کړي.

يادو محصلينو د لاريون په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې له مخې يې له حکومت څخه په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې زياتول  غوښتي دي.

ويل کېږي، چې ولسمشر اشرف غني نن د يو شمېر معترضينو له استازو سره کتلي ، خو چې په دې اړه څه پرېکړه شوې ، تر اوسه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.