ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو مخالفينو څلور ملکي وګړي وژلي

وسله والو مخالفينو څلور ملکي وګړي وژلي

author avatar
9 Dec 2014 - 12:21
وسله والو مخالفينو څلور ملکي وګړي وژلي
author avatar
9 Dec 2014 - 12:21

جلال اباد ( پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو څلور ملکي وګړي له تښتولو وروسته وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د ليندۍ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د هسکې مينې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو دغه څلور ملکي وګړي درې ورځې مخکې تښتولي وو، يو يې په لومړۍ ورځ وژلى و او درې نور يې پرون وژلي دي.

دى وايي چې د ولايت مقام د ولسوالۍ مسوولينو ته دنده سپارلې، څو دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د  هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ سيمې يو تن  قومي مشر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو ياد کسان حلال کړي او بيا يې ترې ځينې غړي هم پرې کړي دي.

دى وايي چې وسله والو د سيمې اوسېدونکو ته ګواښ کړى و، چې تر څو ساعتونو به جسدونه نه پورته کوي او ويل يې چې ياد کسان جاسوسان وو.

ياد قومي مشر وايي چې وژل شوي څلور واړه عام وګړي وو ، چې درې يې د پچير اګام ولسوالۍ او يو يې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکى و.

د ده په خبره ، چې څو ورځې وړاندې هم يو تن وسله والو مخالفينو د ګورګورۍ په بازار کې حلال کړى و او له هغه وروسته يې ترې ځينې غړي هم پرې کړي وو.

وسله والو مخالفينو تر دې مهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 د يادونې ده، چې په دې  وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه زيات شوي دي.

تېره مياشت وسله والو مخالفينو په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ٢٨ ښوونځي تړلي وو، چې تر دوو اونيو هلو ځلو وروسته بېرته پرانيستل شول.

دغه راز په دې ولسوالۍ کې افغان او نړيوالو ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون يو شمېر وسله وال ووژل شول.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.