Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې چاودنې نهه زده کوونکي ټپيان کړي

لومړې تعقيب -جلال اباد (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي مخې ته چاودنې نهه زده کوونکي ټپيان کړي دي.

دا چاودنه نن (د لېندۍ ٢٣مه) سهار شاوخوا اته نيمې بجې د بهسودو د بحراباد سيمې د ښوونځي مخې ته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د ښوونځي شپږ زده کوونکي ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په جلال اباد ښار کې د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته شپږ ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

خو د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې نهه زده کوونکي ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، درې ټپيان رخصت شوي او شپږ نور يې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خو د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي چې په دې چاودنه کې دوه کسان ټپيان شوي دي.

د ميرويس په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو کسانو د شپې له خوا د ښوونځي مخې ته ماين ځاى پر ځاى کړى و.

هغه زياته کړه، کله چې نن سهار زده کوونکي ښوونځي ته ورغلل، نو چاودنه پرې رامنځته شوه.

د نوموړي په خبره، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې څلور زده کوونکي ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.