کلات ( پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٣ ) : د زابل د عامې روغتيا رياست وايي چې په روانه مياشت کې په دې ولايت کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
ددې ولايت د عامې روغتيا رياست د واکسين د برخې مسوول ډاکټر محمد طاهر د ليندۍ په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د کلات ښار د خرواريانو په کلي کې ثبت شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو په غبرګون کې د دوى ادارې د زابل په پنځو ولسواليو کې د ګوزڼ د مخنيوي لپاره د واکسين ورکولو بهير پيل کړی دی .
ډاکټر طاهر وايي چې د کلات تر څنګ په شهرصفا، شاه جوى ، ميزانه او شينکۍ ولسواليو کې به په دوو دورو کې ۳۴ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسين ورکړل شي.
د هغه په وينا، يوه دوره واکسين په روانه اونۍ کې تطبيقېږي او بله دوره به هم راتلونکې اونۍ تطبيق شي.
د زابل سرپرست والي محمد اشرف ناصري چې د واکسين د پيل په مراسمو کې يې خبرې کولې، پژواک ته وويل چې ماشومان د هېواد راتلونکى جوړوي او بايد د روغتيا په اړه يې زياتې هڅې وشي.
نوموړي له قومي مشرانو، علماوو او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د پوليو د واکسين په تطبيق کې له دولت سره مرسته وکړي .
په زابل کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې دا لومړۍ د پوليو مثبته پېښه ده چې د چارواکو په خبره، پر وړاندې يې دوى په بېړنۍ توګه د واکسين کمپاينونه پيل کړي دي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن